افغانستان

ملګري ملتونه: د طالبانو له‌خوا د ښځو د کار مخنیوی د منلو نه دی

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د ښځو د کار د مخینوي په اړه د طالب مشرانو پرېکړه غندلې ده.

په بیانیه کې راغلي چې طالب مسوولینو دغه دفتر ته خبر ورکړی چې هېڅ ښځه په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان لپاره د کار اجازه نه لري او دا حکم باید «ژر ترژره» عملي شي.

ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو دا تصمیم په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي په هکله د دوی د پرېکړې نوي کول دي.

د ملګروملتونو سازمان په وینا، له دې مخکې ددغه سازمان څو ښځینه کارکوونکې ځورول او نیول شوې دي؛ له دې امله د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو ټول همکارانو ته حکم کړی چې تر بلې خبرتیا دغه ته راپور ورنه کړي.

دې بنسټ ویلي چې مخنیوی د نړیوالو قوانینو پربنسټ ناقانون عمل دی او ملګري ملتونه هغه د منلو وړ نه ګڼي.

دغه سازمان ټینګار کړی: «دا د ښځو له حقونو بې سارې سرغړونه، له بشري حقونو او د ملګروملتونو د امتیازانو او خوندیتوبونو په هکله له نړیوالو قوانینو له هغې جملې قوانینو څرګنده سرغړونه ده چې د دې سازمان ټولو کارکوونکو ته ورښودل شوي دي.»

په بیانیه کې راغلي چې د طالبانو په حکم د ښځو د کار مخنیوی به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل او په داسې وضعیت کې چې خلک له انساني ناورین سره مخ دي د وګړو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو پر توانمنۍ لازیات اغېز وکړي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان ۲۸ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي چې له دې جملې شل میلیونه تنه له خوراکي نه خوندیتوب څخه کړېږي چې شپږ میلیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اتونبایوا ویلي «د ملګروملتونو سازمان په ترایخ کې، هېڅ بل رژيم هېڅکله هڅه نه ده کړې چې ښځې په دې سازمان کې له کاره منع کړي هغه هم یوازې ددې لپاره چې ښځې دي. دا تصمیم پر ښځو، د ملګروملتونو پر اساسي اصولو او نړیوالو قوانینو د تېري ښودنه کوي.»

د ملګروملتونو سازمان وايي چې په تېر شلو میاشتو کې طالب چارواکو د ښځو په وړاندې محدودونکي اقدامات کړي چې په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د دوی د ونډې د محدودولو لامل شوي.

ملګروملتونو پر ښځو تازه محدودیت، ورانونکی او ظالمانه بللی او لیکلي یې دي چې د طالبانو دا پرېکړه د افغانانو لپاره ناوړه پایلې ولري او دا هېواد به له اقتصادي خطرونو او له نړیوالې ټولنې د لازیاتې انزوا په لور بوځي.