سوداګري

د هېواد څو اقتصادي خبرونو ته کتنه

د افغانستان بانک چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی وایي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره خبرې‌اترې روانې دي.

د دغه بانک مسوولینو کابل کې د طالبانو د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال ډاډ ورکړی چې د هېواد د اسعاري زېرمو یوې برخې ته یې لاس‌رسی پیدا کړی دی.

د افغانستان بانک تر ۹ میلیارد ډالرو زیاته شتمني د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې او واشنګټن د دغو پیسو د ساتلو لپاره په سویس کې د افغانستان اماني صندق جوړ کړی دی.

تر اوسه د افغانستان د شتمنیو درې نیم میلیارد ډالر دغه صندق ته لېږدول شوي دي.

ــــــــــــــــــــــــ

د ایران د بوشهر ولایت د کار او ټولنیزې رفاه عمومي مدیر وایي چې ایران کې د مېشتو افغانانو د دندو وضعیت د تګلارې د ټاکلو بهیر د بوشهر په ګډون د دغه هېواد په پنځلسو ولایتونو کې پيل شوی دی.

د ایران د بوشهر ولایت د کار او ټولنیزې رفاه عمومي مدیر وایي، چې په دې طرحه کې د نوملیکنې شرط د وګړو قانوني اقامت دی.

ایرانيو رسنیو لیکلي چې له ۱۸ تر ۶۰ کلنو افغانان به له دې طرحې ګټه پورته کړي.

ــــــــــــــــــــ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې‌اترې کړې دي.

امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان له روسیې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نږدې‌والي ټینګار کړی او په راتلونکي کې یې په بېلابېلو برخو کې د دولتي پلاوو تګ‌راتګ ته چمتووالی ښودلی دی.