نړۍ

ټرمپ له محاکمې وروسته: ځورول وو نه پلټنه

د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له هغې وروسته چې د نیویارک د منهتن محکمې له خوا په ۳۴ مورده جرم تورن شو، د امریکا په فلوریډا ایالت کې یې د خپلو پلویانو په اعتراضي غونډه کې ګډون وکړ.

ټرمپ په دغه غونډه کې چې تر ډېره یوه ټاکنیزه راټولېدنه وه، د منهتن پر څارنوال الوین براګ یې سخته نیوکه وکړه.

ټرمپ وویل: «یوازینی جرم چې ما کړی دا دی، له وېرې پرته له خپل ولس څخه د هغو کسانو په وړاندې چې غواړي له منځه یې یوسي دفاع وکړم.»

ټرمپ همداراز ددې دوسیې پر نورو څارنوالانو هم نیوکه وکړه او هغه یې «په ټاکنو کې داسې پراخه لاسوهنه وبلله چې له دې مخکې په دغه هېواد کې نه ده لیدل شوې.»

ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند دی، د ځان خلاف ټول تورونه رد کړل او وې ویل: «هېڅ کومه دوسته نشته.»

نوموړي وويل چې ښاغلی براګ پوهېده چې هېڅ دوسیه نشته، خو د ډیموکراتانو تر فشار لاندې یې د محاکمې بهیر ته دوام ورکړ.

د امریکا مخکیني ولسمشر زیاته کړه: «اصلي جنایتکار څارنوال منهتن دی، ځکه په ناقانونه توګه یې د منصفه پلاوي زیات مطالب بهر کړي دي.»

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د منهتن په محکمه کې د ځان خلاف ټول تورونه رد کړل. نوموړی د محکمې تر بیا ناستې پورې آزاد دی.

تراوسه د ښاغلي ټرمپ محاکمې د دوهم ځل ناستې وخت نه دی روښانه شوی.

هغه تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال یې د پورن فلمونو لوبغاړې ستور مي دانیلز ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړي وو ترڅو له ټرمپ سره د خپلې جنسي اړیکې په اړه رسنیو ته څه ونه وایي.

دا پیسې د ټرمپ د وکیل دانیل کوهن له لارې د حقوقي لګښت په نوم ستور مي ډانیلز ته ورکړل شوې وې.

که پر ډانلډ ټرمپ لګول شوي تورونه سم ثابت شي، نوموړی به په زندان محکوم شي.

ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې په رسمي توګه په محکمه کې په جنايي کړنو تورنېږي.

نوموړي هر ډول ناسمه کړنه رد کړې او هغه یې د ځان خلاف د ډیموکراتانو سیاسي غچ اخیستل بللي دي.