د محلي سندرغاړي موسی شاهین خپلوان د طالبانو په بند کې د هغه د ناسم روغتیایي وضعیت خبر ورکوي.
دوی وایي چې د موسی شاهین بډوډي ستونزه لري او ناسم روغتیايي وضعیت سره مخ دی.
د هغه د کورنۍ غړو آمو ته وویل چې کافي اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري او طالبانو تراوسه ډاکتر او درملو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې.
له بلې خوا، د پوهنې برخې فعال او د «قلم لار» بنسټ مشر مطیع الله ویسا چې د ښځو د زده کړو حق لپاره یې فعالیت کاوه کورنۍ یې د هغه د برخلیک په اړه بې خبري څرګندوي.
ښاغلی دوشنبې د وري میاشتې په اوومه نېټه د طالبانو له خوا ونیول شو.
مطیع الله ویسا له هغې وروسته ونیول شو چې د وري په شپږمه نېټه یې د ویډیويي پيغام په خپرولو سره له طالبانو غوښتي و چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.
د ښاغلي ویسا د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شول.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د ویسا نیول کېدل د اندېښنې وړ وبلل او د هغه د ژر ترژره خوشي کولو غوښته یې وکړه.
اخوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد د هغه نیول کېدل تایید کړل او پر خپله ټویټر پاڼه یې ولیکل چې ویسا نه پېژني، خو د هغه د نیولو په وړاندې پراخ غبرګونونه ښيي چې د «یوې لويې دسیسې» مخه نیول شوې ده.
مطیع الله ویسا د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۲ کال کې په کندهار کې یو ښوونځی جوړ کړ چې څه موده وروسته د ناپېژانه کسانو له خوا وسوځول شو.
ښاغلي ویسا په ۱۳۸۸ کال کې د قلم لار بنسټ جوړ کړ.
له بله پلوه، د زکریا اصولي، رسول پارسي او نرګس سادات خپلوان وايي چې د دوی د برخلیک په اړه خبر نه لري.
د لیکوال او د پوهنتون د استاد زکریا اصولي یو خپلوان آمو ته وایي چې د هغه له نیولو درې میاشتې تېرېږي؛ خو په اړه یې خبر نه لري.
هغه وویل چې زکریا اصولي د تېر کال د سلواغې په یوولسمه کله چې د خپل کتاب د چاپولو لپاره له کوره وتلی و د کابل له شهرنو سیمې څخه د طالبانو له خوا ونیول شو.
ښاغلي اصولي ۳۶ عنوانه کتابونه لیکي او چاپ کړي دي.
د هغه وروستی کتاب «له طالبانو ډلې سره د احمد شاه مسعود د خبرو» تر سرلیک لاندې و. د نوموړي خپلوان وایي، ددې کتاب چاپول د دې لامل شول چې طالبان هغه ونیسي.
د پوهنتون د استاد رسول پارسي یو خپلوان وايي چې طالبانو هغه د تېر کال د کب په شلمه په کابل کې نیولی او تراوسه یې کورنۍ د برخلیک په اړه خبر نه لري.
هغه زیاتوي چې پارسي له هغې وروسته ونیول شو چې د طلوع تلویزیون په یوه پروګرام کې يې پر طالبانو نیوکه کړې وه.
د مطیع الله ویسا له نیول کېدو پنځه ورځې وروسته د بشري حقونو کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پوهنتون د استادانو، مدني او ښځو د حقونو د فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یۍ غوښتي چې دوی ژر ترژره خوشي کړي.