نړۍ

له ناټو سره د فنلنډ له یو ځای کېدو ددغه هېواد د اوسېدونکو هرکلی

د فنلنډ یو شمېر اوسېدونکي له ناټو سره د دغه هېواد له یو ځای کېدو په هرکلي سره وایي چې دا کار به د نوموړي هېواد د امنیت د ښه کېدو لامل شي.

د فنلنډ اوسېدونکې سنیا بهلانین په دې اړه وایي: «فکر کوم دا کار فنلنډ په امن ځای بدلوي، خو بیا هم نه پوهېږو به څه کار وکړي او هو دا زما لپاره یوه لویه پوښتنه ده.»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې اعلان وکړ چې فنلنډ سه شنبې د اپریل په څلورمه په رسمي توګه د ناټو غړی شو او په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې ددغه هېواد بیرغ به د دې تړون د دېرشو نورو غړو ترڅنګ پورته شي.

فنلنډ د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د یوه بې طرفه هېواد به توګه پېژندل کېده؛ خو له ناټو سره د دې هېواد یو ځای کېدو، دا هېواد د بې طرفۍ له ژمنې او له روسیې سره د دوستانو اړیکو له خوندیتوب څخه بهر کوي.

پر اوکراین د روسیې برید، فنلنډ دې ته اړ کړ د ځان د بقا لپاره ناټو ته د غړیتوب غوښتنه وکړي ترڅو د ناټو تړون په چوکاټ کې راشي. د ناټو تړون له مخې، پر یوه غړي برید پر ټول ناټو سازمان برید دی.

د فنلنډ ۵۹ کلن اوسېدونکی اوتي لانتیماکي په دې اړه وویل: «زه احساس کوم چې دا ښه کار دی چې فنلنډ له ناټو سره یو ځای کېږي. کلونه کېږي چې دلته د روسیې ترڅنګ وو او احساس کوو، دا ښه کار دی ځکه پلار مې له روسانو سره په جګړه کې و، له دې امله زما لپاره یوه شخصي چاره ده.»

له بلې خوا، سویډن هم له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتونکی دی او تېر کال یې له فنلنډ سره په ګډه له دې تړون سره د یو ځای کېدو لپاره غوښتنه کړې ده. خو تراوسه د ترکیې او هنګري له خوا نه دی تایید شوی.

د فنلنډ یو ځای کېدل له روسیې سره د ناټو ګډه پوله دوه برابره کوي. مسکو د دوشنبې په ورځ وویل چې له ناټو سره د فنلنډ د یو ځای کېدو په ځواب کې به په لوېدیځو او شمال لوېدیځو سیمو کې خپل پوځي ظرفیت پياوړی کړی.