افغانستان

هرات کې طالبان: د کورنیو نارینه او ښځې حق نه لري په هوټل کې یو ځای سره کېني

په رستورانتونو کې د نارینه‌وو ترڅنګ د کورنیو د ښځو پر کیناستو بندیز ترټولو نوی محدودیت دی چې طالبانو د هرات پر ښځو لګولی دی.

هرات ولایت کې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د دغه ښار رستورانتونو ته امر کړی چې اجازه ورنه‌کړي د یوې کورنۍ ښځې او نارینه له یو بل سره یو ځای ډوډۍ وخوري.

د رستورانتونو یو شمېر خاوندان چې د شته محدودیتونو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، چې هغوی هرات کې د طالبانو د امربالمعروف په فرمان په لوړ لګښت د کورنیو میزونو شاوخوا ته پردې لګولې یا یې جلا غرفې جوړې کړې وې، خو له دې سره سره طالبان شریعت پلمه کوي او د هغوی د کاروبار مخه نیسي.

د هرات یوه هوټل لرونکي وویل: «په ډېر لوړ لګښت مو د هر مېز شاوخوا ته په داسې توګه پردې ولګولې چې پرانیستې فضا ونه‌لري او یوه کورنۍ بله ونه‌ویني یا مو کوچنۍ غرفې ورته جوړې کړې، خو اسلامي امارت (طالبان) پلمې جوړوي او له موږ یې د فعالیت اجازه اخیستې ده.»

هرات ښار کې د یوه رستورانت کارکوونکی مصطفی وایي: «د طالبانو د امربالمعروف غړي د جمعې په شپه راغلل او وې‌ویل چې د یوې کورنۍ د مېلمنو د منلو په صورت کې به د هوټل دروازه وتړي او د هوټل له خاوند سره به جدي چلند وکړي.»

په همدې حال کې د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې هغوی اجازه نه لري ان د خپلې کورنۍ له غړو سره رستورانت ته ولاړ شي.

شبنم وایي، چې له خاوند او ماشومانو سره د ډوډۍ خوړولو لپاره رستورانت ته تللې وه، خو هوټل ته د ننوتو اجازه نه ده وکړل شوې.

هغې دوام ورکړ: «څو رستورانتونو ته ولاړو، موږ ته یې د ننوتو اجازه رانه‌کړه؛ خاوند ته مې یې ویل چې ته کولای شې راشې خو مېرمن دې اجازه نه لري.»

هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس عبدالرحمن د کورنیو پرمخ د رستورانتونو د تړلو په هکله وایي، چې ګډ چاپېریال د منکراتو لامل ګرځي.

هغه وویل: «داسې رستورانتونه شته چې شین چاپېریال لري، د پارک په توګه وي چې خلک ورځي او ګډوډي کېږي او ټول سره یو ځای کېږي او له همدې امله د ښځو (حضور) منع شو.»

د اوسېدونکو په وینا، د دا ډول طرحو تطبیق هېڅ ډول دیني توجیح نه لري او طالبان د دغو محدودیتونو په لګولو سره خلک د نظام پروړاندې زړه توري کوي.