نړۍ

چین یو ځل بیا د تایوان په لور خپلې جنګي الوتکې ولېږلې

د امریکا د استازو جرګې له رییس کوین مک کارتي سره د تایوان د ولسمشرې «تسای اینګ ون» د کتنې په اړه د بیجنګ له خبرداري وروسته، نهه جنګي او یوه بې پیلوټه الوتکه د تایوان تنګي له منځنۍ کرښې چې د چین او تایوان ترمنځ غیر رسمي پوله ده تېرې شوې.

د تایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغو الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شنبې د سهار تر شپږو تایوان ته نږدې ګزمه کوله.

دغه وزارت ټینګار وکړ چې خپلې جنګي الوتکې يې د خبرداري لپاره د چیني الوتکو په لور لېږلې او ددغه هېواد توغندويي سیستمونه هم د تیارسۍ په حال کې دي.

چین تل ادعا کوي چې تایوان په ډیموکراتیک ډول د خپلې خاورې په توګه اداره کوي او د هغه څه په اړه په غوسه شوی چې له دغه ټاپو څخه یې د امریکا ملاتړ بللی دی.

څو ورځې مخکې بیجینګ ګواښ کړی و، که د تایوان ولسمشره تسای اینګ ون چې اوس په امریکا کې ده د امریکا د استازو جرګې له رییس کوین مک کارتي سره وګوري، غچ اخیستونکی اقدام به وکړي.

تمه کېږي چې د تایوان ولسمشره له تایپه له راستنېدو کې له مک کارتي سره وګوري.

دا په داسې حال کې دي چې د چین او امریکا ترمنځ اختلاف هم له تایوان څخه د امریکا د استازو جرګې د مخکینې رییسې نانسي پلوسي له کتنې وروسته زیات شول او له امریکا سره یې څو تړونونه او مذاکرات وځنډول او همداراز یې د تایوان په شاوخوا سیمو کې پوځي مانورونه ترسره کړل.