افغانستان

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال: طالبان د تخصص پربنسټ د ټاکنو ترسره کېدو غوښتونکي دي

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر اعلان کړی چې دا ډله «د تخصص پربنسټ د ټاکنو ترسره کېدو» غوښتونکې ده.

دا لومړی ځل دی چې یو طالب چارواکی د ټاکنو د ترسره کولو خبره کوي.

د باختر اطلاعاتي آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې کار کوي، پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي چې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر جمعه د مارچ په ۳۱مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې ویلي «اسلامي امارت پر انتخاباتي نظام باور لري او د تخصص پربنسټ د ټاکنو د ترسره کولو غوښتونکی دی.»

دغه آژانس لیکلي، مولوي عبدالکبیر ویلي طالبان غواړي له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري خو د ملګروملتونو سازمان باید «پر دغې ډلې او طالب چارواکو» محدودیتونه بندیزونه لیرې کړي.

د دغه طالب چارواکي په باور، د دې ډلې پر چارواکو لګول شوي بندیزونه له نړۍ سره د نوموړې ډلې د «تعامل خنډ» شوي دي.

په داسې حال کې چې په تېرو اونیو کې د امریکا پوځي چارواکو داعش ډله په نړۍ کې د امریکا د ګټو لپاره جدي ګواښ بللې او ویلي یې دي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو په نړۍ کې د دغه هېواد پر ګټو د داعش د برید احتمال شته. خو د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې داعش یو نړیوال ګواښ بللی خو ویلي یې دي چې «په افغانستان کې د دې ډلې ریښې» له منځه وړل شوې دي.