نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په سوریه کې د امریکا پر اډو د برید په اړه د دغه هېواد ادعا بې بنسټه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په سوریه کې د تهران اړوند ډلو له خوا د امریکايي ځواکونو پر اډو د تېرې اونۍ د برید په اړه د امریکا ادعا «بې بنسټه» وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرګئ لاوروف سره په ګډه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې له امریکا سره د نښتې په لټه کې نه دي، خو واشنګټن ته د تهران ځواب «پرېکنده او روښانه» دی.

هغه په دې اړه وویل: موږ هم د نښتو او تاوتریخوالي په لټه کې نه یو، د ایران اسلامي جمهوریت تل په سمیه کې د سولې، ثبات او امنیت په برخه کې رغنده او مثبت رول لرلی، د فرات په ختیځ کې د پېښو په تړاو هم، خو امریکايي لوري ته زموږ ځواب پرېکنده او روښانه و.

تېره اونۍ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په سوریه کې د دغه هېواد پر اډې له هوايي برید وروسته چې د یوه قراردادي او پنځو سرتېرو د وژلو لامل شو، د ایران اړوند ډلو پر تاسیساتو یې هوايي بریدونه کړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې برید د ایرانیو الوتکو له خوا شوی دی.

د رپوټونو له مخې په دې هوايي برید کې د ایران اړوند لږترلږه نولس جنګیالي ووژل شول.

دا په داسې حال کې دي چې ایران تل ټینګار کړی خپل ځواکونه او په دې هېواد پورې اړوند جنګیالي د دمشق په غوښتنه په دې هېواد کې حضور لري او په سوریه کې امریکایي ځواکونه یې «اشغالګر» بللي دي.

له بلې خوا، په دغه خبري ناسته کې سرګئ لاوروف هیله څرګنده کړه چې د باکو او تهران ترمنځ اختلافات ډېر حل شي.

لاوروف وویل: موږ هیله من یو چې د باکو او تهران ترمنځ ستونزې موقتي ماهیت ولري او ډېر زره حل شي. دا چاره د روسیې، ایران او آذربایجان ترمنځ درې اړخیزو همکاریو د پياوړتیا، له هغې جملې د شمال ـ سویل د نړیوال ترانسپورت دهلیز په چوکاټ کې به د لوریو په تایید سره د مهمو پروژو عملي کول وي. موږ د پاتې ستونزو په اواري کې له خپلو دوستانو سره مرستې ته چمتو یو.

له بلې خوا، امیربداللهیان او سرګئ لاوروف په دې کتنه کې د بېلابېلو مسایلو له هغې جملې د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرعبداللهیان خپل روسي سیال ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او ستراتيژیکو همکاریو تړون برابرول په وروستي پړاو کې دی او لاسلیک ته به چمتو شي.

دواړو لوریو همداراز د کرنې، ترانسپورت، بانکي او مالي، پانګونې، ګمرکونو، کنسولي، ګرځندوی، کلتور، رسنیو او کسپین سمندر کنوانسیون د ارزونې لپاره د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.