نړۍ

د متحده عربي اماراتو رییس، خپل زوی د ابوظبي د ولیعهد په توګه معرفي کړ

د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان، خپل مشر زوی شیخ خالد ددغه هېواد د تېل لروونکي پلازمیني ابوظبي د ولیعهد په توګه غوره کړ.

د ولیعهد په توګه د شیخ خالد ټاکل د هغې لېوالتیا ښودنه کوي چې د فارس خلیج ډېری عربي پاچاهان له هغې جملې سعودي عربستان د ځاي ناستي په توګه د خپلو زامنو د ګمارلو لپاره یې لري.

هغه همداراز خپل وروڼه په لوړو حکومتي چارو ګمارلي دي.

شیخ محمد چې تېر کال د اوپک د تېلو کمپنۍ له کلونو مشرۍ وروسته، د متحده عربي اماراتو د رییس او ابوظبي د واکمن په توګه وګمارل شو، وروڼه یې شیخ منصور او شیخ طحنون د دوبۍ د واکم د مرستیالانو په توګه وټاکل.

دا ددې هېواد په تېل لروونکې پلازمیني ابوظبي کې د واک د لازیات تمرکز ښودنه کوي.

که څه هم ابوظبي په ۱۹۷۱ کال کې د دغه هېواد له جوړېدو راهیسې د متحده عربي اماراتو مشري پرغاړه لري.

متحده عربي امارات چې کابو لس میلیونه وګړي لري، پیاوړي اقتصادي او سیاسي ثبات لري. دا هېواد همداراز په نړۍ کې د عوایدو تر ټولو لوړه کچه لري او میلیونونه بهرني کارګران په نوموړي هېواد کې په کار بوخت دي.