نړۍ

د تایوان ولسمشره امریکا ته د سفر په درشل کې: فشارونه به یې په وړاندې خنډ نه شي

د تایوان ولسمشرې تسای اینګ نن چهارشنبې امریکا ته د سفر پرمهال وویل چې بهرني فشارونه به تایوان له نړۍ سره له تعامله ونه ګرځوي.

چین چې تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي، په ځلونو یې امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې له تساي سره ونه ګوري.

تېر کال کله چې د امریکا د استازو جرګې مخکینۍ ریسې نانسي پلوسي له تایوان څخه لیدنه وکړه، چین د تایوان شاوخوا پوځي مانورونه ترسره کړل. دا ځل د تایوان وسله والو ځواکونو ویلي چې امریکا ته د تسای له سفر سره په یو وخت، دوی د چین له خوا هر ډول خوځښت څاري.

په دې سفر کې، د تایوان ولسمشره ګواتیمالا او بلیز ته ځي او په ستنېدو کې لومړی نیویارک او وروسته لاس انجلس ته ولاړه شي.

که څه هم تراوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي، تمه کېږي چې هغه په کلفورنیا کې د امریکا د استازو جرګې له رییس مک کارتي سره وګوري.

د تایوان ولسمشرې امریکا ته له سفره مخکې وویل: «بهرني فشارونه به د نړۍ د هېوادونو په لور د تلو په لور زموږ د هوډ خنډ نه شي. موږ کرار او ډاډمن یو، نه تسلیمېږو او نه څوک تحریکوو، تایوان به په کلکه د آزادۍ او ډیموکراسۍ پر لاره ګام واخلي او نړۍ ته به ولاړ شي، که څه هم دا لاره له خنډونه ډکه ده، تایوان یوازې نه دی.»

له بلې خوا، چین نن چهارشنبې ګواښ وکړ که د امریکا د استازو جرګې رییس مک کارتي امریکا ته په سفر کې د تایوان له ولسمشرې تساي اینګ ون سره وګوري، چین به یې تلافي کړي او دا به تحریکوونکي اقدامات وي.

د تایوان په چارو کې د چین د دفتر ویاند ژوفنګیان په بیجنګ کې خبریالانو ته وویل چې له امریکا بهر ته د تساي سفر د امریکا له قانون جوړوونکو چارواکو سره د هغې د کتنې لپاره پلمه ده.

هغه زیاته کړه: «که نوموړې د امریکا د استازو جرګې له رییس مک کارتي سره اړیکه ونیسي، بل تحریکوونکی اقدام به وي چې د واحد چین له اصل څخه سرغړونه کوي، د چین واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان رسوي او په تایوان تنګي کې سوله او ثبات له منځه وړي.»

چین ادعا کوي چې تایوان ددې هېواد د خاورې یوه برخه ده.

چین په ځلونو امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې له تساي سره ونه ګوري، ځکه دا کار د یوه جلا هېواد په توګه له دې ټاپو د ملاتړ په توګه ګڼي.