افغانستان

کرن دېکر: د ښځو په اړه د طالبانو فرمانونو د لغوه کولو لپاره عدالت غوښتنه دوام لري

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن دېکر له زده کړو، تحصیل او کار څخه د افغان نجونو او ښځو د مخنیوي په اړه د طالبانو فرمانونو د لغوه کولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکوي.

مېرمن دېکر چې یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره یې په ناسته کې خبرې کولې وویل چې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» غړو په یوه اوونیزه ناسته کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې وه، یو ځل بیا یې هوکړه وکړه چې له زده کړو، تحصیل او کار څخه د ښځو د مخنیوي په اړه د طالبانو د فرمانونو د لغوه کولو لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

هغې په دې خبري ناسته کې چې دوشنبې د وري په اوومه نېټه په آنلاین توګه ترسره شوې وه، په بلخ کې پر خبریالانو د برید په غندلو سره چې مارچ میاشتې په یوولسمه نېټه وشو، په دې ولایت کې د خبریالانو د مرګژوبلې په هکله یې خواشیني څرګنده کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره وایي، په دې ناسته کې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.

نوموړې ټینګار وکړ چې د همغږۍ دا ډله پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې جوړه شوې او تراوسه یې افغانستان ته د بشري مرستو د څرنګوالي لپاره کار کړی دی.

مېرمن دیکر وایي چې له افغانستانه د څو شخصیتونو په ګډون یو شمېر دیپلوماتان د دوبۍ دغې ناستې ته وربلل شوي وو او یو ځل بیا یې اړمنو ته د مرستې رسولو لپاره د رڼه میکانیزم د رامنځته کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

هغې ددغو مرستو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل چې د همغږۍ د دغې ډلې غړو هوکړه وکړه ترڅو له افغانستان سره دا مرستې ثابتې پاتې شي.

دغې امریکایۍ دیپلوماتې په تېر حکومت کې پر بهرنیو مرستو افغانستان تکیې کولو، فساد او وروستیو وچکالیو ته په اشارې سره وویل چې په تېرو اتلسو میاشتو کې چې طالبان واکمن شوي د افغانستان ستونزې زیاتې شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره وايي چې امریکا تراوسه له افغانستان سره څه د پاسه یو میلیارد ډالره بشردوستانه مرستې کړې چې ۳۳۷ میلیونه یې د بهرنیو چارو وزارت او څه باندې ۸۱۱ میلیونه نورې د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا افغانستان سره شوې دي.

د نوموړې په وینا، دا مرستې تر ډېره د روغتیا، سرپناه او بیا مېشت کېدو په برخو کې ترسره شوې دي.