نړۍ

د اسپانیا په ځنګلونو کې اوروژنه؛ زرګونه هکټاره ځنګل وسوځېد

د اسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې اورلګېدنه د اوروژونکو له څلور ورځو هڅو وروسته پایته ورسېده.

د اسپانیا د بیړنیو خدماتو په وینا په دې عملیاتو کې ۵۰۰ اوروژونکو د ۲۰ الوتکو او چورلکو په ملاتړ ګډون درلود او له څلورو ورځو راهیسې د «ولنسیا» سیمې «ویلانووا دي ویور» کلي ته نږدې د اور پر مړه کولو بوخت وو.

د اسپانیا چارواکو ویلي، چې په اورلګېدنه کې تر ۴ زره هکټاره زیات ځنګل له منځه ولاړ او د شاوخوا سیمې ۱۷۰۰ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

په همدې حال کې ځایي اوسېدونکو د یکشنبې پر ورځ د سختو بادونو له پیل څخه اندېښنه څرګنده کړه او وې‌ویل چې دا چاره کولای شي د اور د مخنیوي لپاره هڅې سختې کړي.

د سیمې اوسېدونکي ۵۴ کلن انتونیو دِوِسا په دې اړه وویل: «باد د اور لپاره ترټولو بد دی. داسې برېښي چې نن سهار یې مخه نیول شوې. خو لا هم دلته د اور لمبې شته دي. له همدې امله موږ لږ اندېښمن یو چې د باد وضعیت بدل شي او وضعیت ترینګلی شي. هیله‌من یم داسې ونه‌شي.»

رویټرز راپور ورکړی، چې د اور له مړه کولو وروسته د «اراګون» سیمې کابو ۲۰۰ اوسېدونکو د یکشنبې پر ورځ اجازه ترلاسه کړه چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په ځینو سویلي برخو کې غیرعادي وچ ژمي د تېر کال د اورلګېدنې د بیاځلي تجربې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اروپا کمیسیون د شمېرو له مخې تېر کال په اروپا کې کابو ۷۸۵ زره هکټاره ځنګل د اورلګېدنې له امله له منځه ولاړ.

دغه بنسټ همداراز زیاته کړې، چې تېر کال په اسپانیا کې ۴۹۳ اورلګېدنې وشوې چې په پایله کې یې ۳۰۷ زره هکټاره ځمکه زیانمنه شوه.