ورزش

د پاکستان په وړاندې د کرېکټ په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان دوهم بری

افغان کرېکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا په یوه په زړه پورې لوبه کې د پاکستان ملي لوبډلې ته د اوو ویکټونو په توپیر سره ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې د خپلې سیالې لوبډلې په وړاندې د دوهمې شل اوریزې لوبې د پای ته رسېدو لپاره یوازې یو توپ پاتې و.

په دغه لوبه کې چې په شارجه کې ترسره شوه افغانستان وتوانېده هغه د ۱۳۱ منډو هدف چې پاکستان ټاکلی و پوره کړي چې په دې لوبه کې محمد نبي په وروستیو درېیو اورونو کې بیا هم ښه وځلېد او د لوبې لوری یې بیا هم بدل کړ.

په دغه لوبه کې رحمت الله ګربز ۴۴ منډې او ابراهیم ځدراڼ ۳۸ منډې جوړې کړې. د لوبې په وروستیو اورونو کې نجیب ځدراڼ وتوانېده چې په ۱۲ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې او محمد نبي بیا په نهو توپونو ۱۴ منډې وکړې.

له بلې خوا، د پاکستان د کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر عماد وسیم په ۵۷ توپونو ۶۴ منډې وکړې او ښه وځلید، له هغه وروسته شهاب خان ۳۲ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې.

دا سیالي چې په نړیوالو شل ارویزو لوبو کې د افغانستان او پاکستان پنځمه لوبه وه، د هند د کرېکټ د پلویانو له هرکلي سره هم مخ شوه.

د کرېکټ یو شمېر پاکستاني پلویانو هم د دې لوبې د بري له امله امله افغانستان ته مبارکي ویلې ده. د پاکستاني لوبډلې یو پلوی وايي: «د افغانستان خلک د خوشحالۍ وړ دي، ورته مبارکه دې وي.»

یو شمېر بیا بل ډول څرګندونې کړې، د پاکستان د کرېکټ شنونکی احسان قریشي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې افغانستان ته د لوبې بایلل د پاکستان لپاره «شرم» دی.

په دې لوبه کې فضل حق فاروقي د توپ اچونې په برخه کې د ښه ځلېدو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

له دغه بري وروسته د هېواد په پلازمیني او بېلابېلو ولایتونو کې خلک واټونو ته راووتل او د دې لوی بري له امله یې خوښۍ وکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په هېواد کې ځوانان ددې خوښۍ له امله اتڼونه کوي.

په خواله رسنیو کې د ننه په هېواد او بهر کې ميشتو افغانانو هېوادوالو ته د دې بري مبارکي وویله او خوښي یې څرګنده کړې ده.