ښځې

طالبانو نن په کابل کې درې معترضې مېرمنې ونیولې

عکس از آرشیف

یو شمېر ښځو نن له غرمې مخکې په کابل کې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلي پاتې کېدو په اعتراض کې په واټونو کې لاریون وکړ.

دغو اعتراض کوونکو د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د نه زغم وړ وباله او له ټولو هېوادوالو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له ښځو ملاتړ وکړي.

دوی وایي: «موږ واټونو ته راووتو ترڅو د طالبانو پر بد سیاست اعتراض وکړو، په نجونو کې د ځانوژنې، جبري ودونو او رواني ناروغیو شمېر زیات شوی دی. موږ دلته راغلې یو ترڅو له خلکو وغواړو چې زموږ ترڅو ودرېږي. ځکه موږ برحقه یو او طالبانو پر موږ ظلم کړی دی. دلته راغلي یو ترڅو له نړۍ وغواړو د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږي. دغه وضعیت ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ کړې دي.»

دغه ښځې وايي د یکشنبې ورځې د سهار په لسو بجو يې په کابل کې لاریون پیل کړ خو کله چې طالبانو هڅه وکړه ترڅو د دوی اعتراض ودروي د ښځو له لفظي شخړې سره مخ شول.

بالاخره طالبانو فاطمه محمدي، رقیه ساعي او ملالۍ هاشمي ونیول.

په ناروې کې د ښځو د حقونو مدافع مینه رفیق چې ددغو مېرمنو یوه ملاتړې ده وايي: «په کابل کې ښځې واټونو ته ووتې او د عدالت لپاره یې لاریون وکړ، پرته له دې چې څه یې کړي وي، نیول شوې دي، موږ د دوی آزادي غواړو.»

د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ وایي، چې طالبانو دغه درې ښځې له نیولو وروسته دیارلسمې حوزې ته لېږدولې دي.

طالبانو د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

یوه له دغو اعتراض‌کوونکو ښځو وایي: «د نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو دوام ناهیلي کوونکی دی. موږ له نړۍ غواړو چې پر طالبانو فشار راولي.»

دغه ښځې ټینګار کوي، چې د ملګروملتونو سازمان او نړیواله ټولنه باید د اندېښنې څرګندولو پر ځای د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د ښځو ترڅنګ ودرېږي او خپلې ژمني پلي کړي.

هغوی وایي، چې نږدې دوه کاله کېږي د هغوی راتلونکی او برخلیک د طالبانو له خوا یرغمل شوی او ښځې له ټولنې څنډې ته شوې دي.

د دغو ښځو په وینا د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ مخکینۍ غړې نرګس سادات نږدې دوې میاشتې کېږي چې په زندان کې ده او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.

دغه ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې له طالبانو سره خپل تعامل او سیاسي اړیکې پرې کړي.