روغتیا

د روغتیايي امکاناتو له نشتوالي او درملو له کمښته د هرات د چشت ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت

د هرات د چشت ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ په روغتیایي کلینیکونو کې د امکاناتو له کموالي شکایت لري. هغوی وایي چې اوس‌مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې درې روغتیایي کلینیکونه فعالیت کوي.

د هغوی په وینا په دې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمات د اوسېدونکو شمېر ته پام کې ډېر کم دي.

د چشت ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هاشم په دې اړه وایي، چې د دغې ولسوالۍ کلینیکونه د ناروغانو د درملنې امکانات نه لري او هغوی اړ دي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره هرات ښار ته ولاړ شي.

هغه وویل: «درمل او د درملنې نور امکانات ډېر کم دي او ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره ښار ته ولاړ شي. لار اوږده ده او سړک هم خراب، ځینې ناروغان تر ښاره نه رسېږي او په لارو ساه ورکوي. موږ روغتیایي امکانات نه لرو.»

ماه‌ګل د بډوډي له درده کړېږي. هغه چې له چشت ولسوالۍ څخه د هرات حوزوي روغتون ته راغلې وایي، سره له دې چې چشت ته د تګ راتګ لار ډېر ستونزمنه ده، خو په دې ولسوالۍ کې د روغتیایي امکاناتو د نشتون له امله اړ ده چې د هرات ښار ته ځان ورسوي.

د ماه‌ګل په وینا نوموړې څو ځله ښار ته د درملنې لپاره په لارو، د طالبانو له خوا د محرم د نه لرلو له امله ځورول او پلټنې ترې شوې دي.

هغه وایي: «زما بډوډي ستونزه لري، هر ځل مې چې ناروغي زیاتېږي ښار ته د راتلو پر مهال ډېره ستومانه کېږم او له خپل درد پرته یوازې لکه له خپلې لور سره هم نه شم راتلای. ځکه طالبان مې په لاره ځوروي چې باید محرم ولرم. خاوند مې مړ شوی یو ۱۰ کلن زوی لرم، وایي هغه ماشوم دی ښار ته د تلو لپاره باید لوی محرم ولرم.»

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا مسوولین وایي، سره له دې چې په روغتیایي برخه کې د موسسو او دونرو فعالیت کم شوی خو په ولسوالیو کې د شته کلینیکونو له خوا د روغتیايي خدماتو بهیر نه دی درېدلی.

هغوی د خلکو د روغتیایي ستونزو په منلو وایي، چې له روغتیایي موسسو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د هرات د ولسوالیو لپاره روغتیایي امکانات برابر کړي.

هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال محمد اصف کبیر وایي، چې په روغتیایي برخه کې د کلینیکونو لپاره د موسسو فعالیت نه دی درېدلی، خو د دونرو د کار د کمېدو له امله دا خدمات کمزوري شوي دي.

هغه ټینګار وکړ: «د عامې روغتیا ادارې د پروګرام له مخې ټول روغتیایي مرکزونو پرانیستي دي. همداراز ځینې ولسوالیو لکه ادرسکن، شینډنډ او فارسي چې خدماتو ته د خلکو لاس‌رسی کم دی زموږ ډلې یې تر پوښښ لاندې راولي.»

د هرات د چشت ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا دغه ولسوالي ۱۸۶ کلي لري او ۳ کلینیکونه چې امکانات او درمل یې کم دي او د دوی لپاره بسنه نه کوي.

چشت ولسوالي د هرات ښار په ۲۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده. دغه ولسوالي د کانونو د لرلو له امله د طالبانو لپاره عاید لرونکې ولسوالي ګڼل کېږي، خو د اوسېدونکو غوښتنو ته یې چې د سړک جوړول او روغتیایي کلینیک دی پاملرنه نه ده شوې.