Uncategorized @ps افغانستان

پکتیاوال: اوسنۍ ادارې د لارو د رغولو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې

د پکتیا لویه لار چې دا ولایت له پکتیکا او غزني ولایتونو سره نښلوي هره ورځ سلګونه لوي او واړه موټر پرې تګ راتګ کوي. له زرمت څخه تر ګردېر ښار پورې دا سړک ویجاړ شوی او ځایي اوسېدونکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه لویه لاره چې کابو درې کیلومتره یې په تېر نظام کې رغول شوې د پاتې برخې د اساسي پخېدو لپاره یې تېر کال په پکتیا کې طالب مسوولینو ژمنه کړې وه، چې د پسرلي په راتګ سره به یې د رغولو چارې پیل شي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا لا یې کارونه نه دي پیل شوي.

د زرمت اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «حکومت ژمنه کړې وه، چې راتونکي پسرلي کې به د سرک چارې پیلوي، خو تر اوسه یې درک نشه، حکومت زرمت ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نه هم کوم کار ورته شوی دی.»

د دغې لارې موټر چلوونکي هم د سړک له خرابوالي شکایت لري او د رغولو غوښتنه یې کوي.

دولت چې پر دغه لاره موټر چلوي وایي: «له موږ سره پخواني او اوسني حکومت دواړو ژمنې کړې وې، چې سړک درته جوړوو، د سړک د خرابوالي او خاورو دوړو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»

د زرمت ولسوالۍ قومي مشران له طالبانو او نړیوالو موسسو غواړي چې دغه سړک ورغوي.

یو قومي مشر ظاهرخان زرمتی وايي: «په تېرو شلو کلونو کې دغې ولسوالۍ ته کار نه دی شوی، موږ له ټولګټو چارو وزارت او نورو مسوولینو غواړو چې سږ کال دا سړک ورغوي.»

په همدې حال کې د طالبانو ځایي مسوولین هم د خلکو ستونزې مني او وايي، چې په دې اړه یې له مرکزي ادارې سره خبرې کړې دي.

د زرمت لپاره د طالبانو ولسوال محمد آصف وايي، چې د دغه سړک د جغل اچولو او دواړه غاړو ته یې د ونو کېنولو لړۍ بشپړه شوې ده.

په پکتیا کې د زرمت ګردېز سړک ترڅنګ ځینې نورې پروژې هم شته، چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي او خلک یې د بشپړېدو غوښتنه کوي.