افغانستان

زابل کې د ويجاړو شويو ښوونځيو بيارغونه

د زابل په مرکز کلات، شاجوی، ميزانه او شينکۍ ولسوالیو کې هغه اوه ښوونځي چې له کلونو راهیسې تړلي وو او د جګړې ښکېلو لوریو د پوځي مرکزونو په توګه ترې کار اخیست اوس رغول شوي دي.

دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) په مالي ملاتړ رغول شوي دي.

د دغو ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، ددغو سیمو ماشومان له زده کړو بې برخې شوې وو چې د ښوونځیو په رغېدو سره به د لوست بهیر بېرته پکې پیل شي.

د بابا هوتک د دوهم نمبر ښوونځي ښوونکی عبدالولي وايې چې د کړکيو او دروازو نشتوالي له امله د دې ښوونځي توکي غلا شوي دي.

عبدالولي زياتوي:« د ښوونځيو د بيا رغونې په چارو ډېر خوشحاله يو وړاندي زموږ ښوونځي دروازې او کلکينونه نه درلودل، درسي بهير مو له ستونزو سره مخ و، حتا ځيني توکي مو غلا شول.»

یو بل ښوونکی سرور بیا وایي، د ښوونځي په ويجاړېدو سره لسګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوې وو اوس تمه لرو چې د زده کوونکو شمېر زیات شي.

نوموړی زياتوي: «د دغو ښوونځيو په بيا رغولو سره تمه لرو چې يو ځل بيا د زده کوونکو ته شمېر زیات شي، ځکه مناسب چاپېریال د زده کړو بهیر له ښه والي سره مرسته کوي.»

د زابل اوسېدونکي محمد نبي ددغو ښوونځیو د رغولو په اړه د خوښۍ په څرګندولو له مرستندویه بنسټونو غواړي چې نور ویجاړ شوي ښوونځي هم ورغوي.

هغه وايي: «ددغو ښوونځیو کړکۍ او دروازې ماتې شوې وې، د ځینو دېوالونه هم نړېدلي وو، له یونیسف څخه مننه کوو چې په رغولو کې یې مرسته وکړه. موږ غواړو چې نور ویجاړ شوي ښوونځي هم ورغول شي.»

له بلې خوا، په زابل کې د طالبانو د پوهنې رياست مرستيال محمد نسيم نصير بيا وايي، د يونيسف په مالي مرسته او د LKRO په تخنيکي همکارۍ په څلورو ولسوالیو کې د اویا زره ډالرو په لګښت اوه ښوونځي له رغولو وروسته ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.

د سرچینو د راپورنو له مخې، په زابل کې د يونيسف په مالي ملاتړ د ۱۷ ښوونځيو د رغولو چارې روانې دي چې په هغوی کې څلور د نجونو ښوونځي دي. ددغو ښوونځیو په رغولو سره به د نهه زره زده کوونکو لپاره د زده کړو خوندي چاپېریال رامنځته شي.