نړۍ

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د برید په تړاو زر تنه تورن وګڼل شول

د اېن‌پي‌ار د راپور له مخې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له بریده دوه کاله وروسته د دغه هېواد څارنوالانو زر تنه تورن پېژندلي دي.

دغه تورن کسان د امریکا د عدلیې وزارت په تاریخ کې له ترټولو اوږدو څېړنو وروسته مجرم وبلل شول.

په اېن‌پي‌ار مشهورې عمومي ملي راډیو د دغه برید ټولې اړوند دوسیې له نیولو تر زنداني کېدو څارلې دي.

د دې دوسیې څېړنې هم د پراختیا او هم د لګښت له پلوه لوی اقدام و. د امریکا د څارنوالۍ او همداراز د امریکا د فډرال پولیسو (FBI) ټولو دفترونو په دې کې لاس درلود.

(اف‌بي‌ای) وایي چې د دغو څېړنو په بهیر کې یې کابو ۴ میلیونه فایلونه له دې جملې ۳۰ زره ویډیویي فایلونه څېړلي دي. هغه اسناد چې په دې څېړنو کې کار ترې اخیستل شوی د امنیتي کمرو ویډیوګانې، د ودانۍ د څارونکو کمرو ویډیو او همداراز د ګرځنډه ټلیفونونو او په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې دي.

په دې لړ کې د امریکا د عدلیې وزارت وایي، د هغو کسانو ټولیز شمېر چې په دغه برید کې یې لاس درلود ۲ زره تنو ته رسېږي. په دې سره ویلای شو چې یوازې نیمایي دوسیه بشپړ شوې ده.

زر تنه تورن کسان څوک دي؟

دغه تورن کسان چې کابو د امریکا د ټولو ایالتونو دي، ډېری سپین پوستي دي. د دغو کسانو ۱۵ سلنه د امریکا په پولیسو او پوځ کې د غړیتوب مخینه لري.

له هرو ۴ تورنو کسانو یو یې مخکې هم د تاوتریخوالي له مخینې یا له تاوتریخجنو تورونو سره مخ دی، په دې لړ کې نږدې ۸۵ سلنه له دغو کسانو له کومې ښي‌پالې افراطي ډلې سره پېژندل شوې اړیکه نه لري.

د دې پېښې قریب اکثریت بیا یوازې «د کانګرس په ودانۍ کې پر لاریون» تورن شوي چې جرم ګڼل کېږي.

د واشنګټن له جورج پوهنتون څخه لوییس وایي، چې د جنورۍ پر ۶ د یرغل‌کوونکو مسوول ګڼل اړین دي.

خو نوموړی وایي: «موږ همداراز باید هغه مشران چې په لومړي پړاو کې یې هغوی ټول د کانګرس ودانۍ ته راوبلل، مسوول وګڼو.»

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر پنځمه او شپږمه د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن ډي‌سي کې لاریون وکړ ترڅو د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پروړاندې اعتراض وکړو.

ټرمپ په وینا کې خپلو پلویانو ته امر وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې لور ته ورشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو پایلې رد دي. ورپسې د ټرمپ یوه ډله پلویان کانګرس ته ورغلل او پر ودانۍ یې برید وکړ.