افغانستان

د هېواد په ختيځ کې د بارانونو او زلزلې زیانونه

په تېرو دوه ورځو کې د بارانونو، ږلۍ او وروستۍ زلزلې له امله د لغمان او ننګرهار ولایتونو د اوسېدونکو يو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

زیانمنې کورنۍ وايي بېوزله دي او د خپلو کورونو او کروندو د رغولو وس نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالرحمن وایي، لومړی زلزلې او وروسته پرلپسې بارانونو او ږلۍ د روژې خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.

هغه زیاتوي: «بارانونو نه یوازې په جلال اباد ښار، بلکې په لیرې پرتو ولسوالیو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي، د خلکو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.»

هغه وایي تر اوسه هېڅ ادارې له زیانمنو کورنیو سره مرسته نه ده کړې، په داسې حال کې چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. هغه له طالبانو غواړي چې له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي: «په دوو ورځو کې بارانونو یو شمېر کورونه وران کړي دي، له طالبانو غواړو چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړي.»

په دغو دوو ولایتونو کې د طالبانو مسوولین هم وايي چې په تېرو دوه ورځو کې د ورښتونو او ږلۍ له امله د خلکو لسګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

په ننګرهار کې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو رییس سیف الدین خالد وایي: «پرلپسې بارارنونو خلکو ته زیانونه اړولي، له ټولو ولسوالیو د کورونو د ورانېدو په اړه څه د پاسه ۶۰ عرایض لرو، له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لرو، په کامې ولسوالۍ کې درې څاروي له منځه تللي دي.»

خالد که څه هم د کرنیزو ځمکو د زیانونو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې هڅه کوي د اړمنو لاسنیوی وکړي.

په لغمان ولایت کې هم طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو رییس خیرمحمد غازي وایي، د وروستیو ورښتونو ، ږلۍ او زلزلې له امله یوازې په لغمان کې ۳۵ تنه مړه او ژوبل شوي او دغه راز یې ۲۲۰ کورونه نړولي دي.

هغه زیاتوي، چې د اړمنو د لاسنیوي لپاره یې له موسسو سره اړیکه نیولې او ډېر ژر به له زیانمنو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

نوموړی وایي: «په لغمان ولایت کې د زلزلې او سختو بارانونو له امله ۲ ته مړه شوي او ۳۳ ټپیان دي او همداراز ۲۲۰ کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي او څلور زره جریبه کروندې ږلۍ ویجاړې کړې دي.»

د رپوټونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله، درې تنه مړه او کابو څلوېښت ټپيان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي، چې د وروستیو ورښتونو له امله په بلخ، فراه، فاریاب، زابل، کونړ، نورستان، ارزګان، ننګرهار او لغمان کې سېلابونو ۷۵۰ کورونه په نسبي یا پوره ډول نړولي دي.