افغانستان

خوست کې پر بزګرانو د املوکو د زرګونه نیالګیو وېشل

په خوست ولایت کې د نیالګیو د روزنې یوه فارم له خوا په دې ولایت کې د ۷۷ بڼونو جوړولو په موخه پر بزګرانو په وړیا توګه درې زره او ۴۰۰ د املوکو نیالګي ووېشل شول.

د نیالګیو د روزنې د دغه فارم خاوند اباسین صدف وايي، دا نیالګي اوه سوه زرو افغانۍ ارزښت لري چې په وړیا ډول د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر هغو کروندګرو ووېشل شول چې د نیالګیو د پېرلو وس نه لري.

نوموړی زیاتوي: «په دې بهیر کې له ما سره هغو ډېری بزګرانو ګډون کړی و، چې په شرایطو برابر وو، هغه بزګران چې د نیالګیو د پېرلو وس نه لري، موږ په وړیا ډول نیالګي ورکوو، د بڼ ډیزاین او نقشه یې ورته ښودل کېږي، ترڅو په راتلونکي کې یې د اقتصاد یوه سرچینه وګرځي.»

له بلې خوا، هغه کروندګر چې دغه نیالګي یې ترلاسه کړي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې دا بڼونه به د دوی له اقتصاد سره مرسته وکړي.

یو کروندګر عابدالله اسماعیل‌خیل وايي: «موږ کولای شو، چې تازه میوې بازار ته وړاندې کړو، د نیالګيو له وچېدو وروسته یې د سونتوکو په توګه کاروو، دا د بزګرانو د عوایدو سرچینه ده.»

د سیمې اوسېدونکي او دیني عالمان هم د بې وزله خلکو پر لاسنیوي خوښي څرګندوي او د دغو بڼونو د ښې پالنې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کوي.

دیني عالم مولوي محمد خاکسار وايي: «ترټولو اسلامي او اړینه چاره دا ده، چې ددغو نیالګیو پالنې او ساتنې ته پام وشي.»

د انجنیر اباسین صدف په وینا، تر دې مخکې یې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د بڼوالۍ اړوند موسسه کې کار کاوه چې خلکو ته یې وړیا نیالګي ورکول.

هغه اوس په شخصي لګښت دغه کار ته ملا تړلې او وايي هڅه کوي چې تر خپله وسه بې وزله کروندګرو ته په وړیا ډول د کار او عوایدو سرچینه برابره کړي.