افغانستان

طالبان په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې تخریب شوي پوځي وسایط رغوي

انځور: د طالبانو د دفاع وزارت

د طالبانو سرچینو ویلي چې د دې ډلې دفاع وزارت د انجینرۍ ټیم د تخریب شویو وسایطو د جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

دغه وزارت رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي چې په ترمیم شویو وسایطو کې۱۵۰ انټرنیشنل کاماز موټر، ۱۲۵ هاموي ټانکونه، ۲ضربتي ټانکونه، ۴ اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ لوی او واړه پورکلیف موټر او ۱۵ هاموې امبولانسونه شامل دي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پخپل یوه راپور کې ویلي و چې د کابو اوه میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایط چې د مخکیني دولت ځواکونو ته یې ورکړي وو، د دوی تر وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د امریکا دفاع وزارت په هغه راپور کې چې ګانګرس ته یې استولی زیاته کړې چې، دا وسایل او وسایط په تېرو ۱۶ کلونو کې د تېر دولت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې ۹۶ زره پوځي موټر د تېر دولت ځواکونو ته ورکړ شوي وو چې د ۱۲ زره مرمۍ ضد هاموې موټرو په ګډون یې ۴۰ زره د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې، افغانستان منظم امنیتي او دفاعي ځواکونه لرل، د مخکیني حکومت امنیتي مسوولین وایي، د محمد اشرف غني له تېښتې او پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو دوې میاشتې مخکې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېدلی و.

د مخکینیو امنیتي چارواکو په وینا، د اګست له ۱۵نېټې مخکې شل زره کومانډو ځواکونه چې ۱۵ زره یې د امریکايي پوځیانو له خوا روزل شوي وو، له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.