ورزش

مسعود اوزیل د فوټبال له نړۍ سره مخه ښه وکړه

د جرمني، رئال مادرید او ارسنال د فوټبال لوبډلو پخواني لوبغاړي مسعود اوزیل د چهارشنبې په ورځ په ۳۴ کلنۍ له فوټبال سره مخه ښه وکړه.

اوزیل چې په دې وروستیو کې یې د ترکیې د (استانبول باشاکشهیر) لوبډلې غړی و په یوه بیانیه کې چې په خپل انستاګرام یې خپره کړې لیکلي: «زه کابو اوولس کاله کېږي دا ویاړ لرم چې د فوټبال یو مسلکي لوبغاړی وم او ددې فرصت لپاره ډېر منندوی یم. خو په وروستیو اونیو او میاشتو کې او روغتیايي ستونزو ته په پام سره له فوټبال څخه زما د وتلو وخت رارسېدلی دی.»

اوزیل د ملي او کلپونو د لوبډلو لپاره ټولې ۶۴۵ لوبې کړې چې په هغې کې یې ۱۱۴ ګولونه وهلي او ۲۲۴ پاسونه یې ورکړي دي.

په خپله مسلکي دوره کې هغه د جرمني له ۰۴ لوبډلې سره فوټبال پیل کړ او وروسته وردربرمن ته ولاړ.

په دغه لوبډله کې د نوموړي هڅې د دې لامل شوې چې د ۲۰۱۰ کال د نړیوال جام لپاره وروبلل شي او په دې سیالیو کې یې د جرمني ملي لوبډله په خپلو ځلېدو سره نیمه پایلوبې ته ورسوله.

هغه د ۲۰۱۰ کال له نړیوال جام څخه یوه میاشت وروسته له رئال مادرید لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او درې کاله یې په اسپانیا کې تېر کړل او د لالیګا اتلولي او د اسپانیا سوپر کپ یې ترلاسه کړل. اوزیل په لالیګا کې د رئال لپاره ۱۰۵ لوبې وکړې او نولس ګولونه یې ووهل.

هغه په ۲۰۱۳ کال کې له ارسنال سره یو ځای شو او د لندن په شمال کې د استوګنې پرمهال یې په غوره لیګ سیالیو کې ۳۳ ګولونه ووهل او ۵۹ پاسونه یې ورکړل.

نوموړي همدارنګه د ۲۰۱۴ د نړیوال جام په سیالیو کې داسې لوبغاړی و چې په دغو سیالیو کې یې د جرمني په اتلولۍ کې اصلي رول درلود.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې جرمني ته د کډوالو د ورتلو په اړه په دې هېواد کې د سیاسي پېښو په لړ کې او د هغه عکس په وړاندې له توند غبرګون وروسته چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې اخیستی و، له ملي لوبډلې ګوښه شو.

اوزیل وروسته وویل چې د خپل ترکي اصل او نسب له «نژاد پالنې او بې احترامۍ» سره مخ شوی دی.