افغانستان

کلات کې د اوبو تصفیې شبکې د فعالیت پیلېدل

داسې حال کې چې د زابل ولایت اوسېدونکي تل د پاکو اوبو له نشتونه شکایت کوي د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د اوبو د تصفیې یوه شبکه فعاله شوې ده.

کلات ښار کې د خان زابلي په نوم د اوبو د تصفیې دغه شبکه په یوه ساعت کې د زر لیټره اوبو د تصفیې وړتیا لري.

د کلات ښار اوسېدونکې د دغې شبکې له جوړېدو خوښ دي، او وايې چې د پاکو اوبو د نشتون له کبله یي ماشومان وخت ناوخت په ګڼو ناروغيو اخته کېږي.

د کلات ښار یو اوسېدونکی محمد قسیم وايې چې له کندهاره راوړل شوې تصفیه اوبه په لوړه بیه پلورل کېږي چې دوی یې د پېرلو وس نه لري.

هغه زياتوي: «د پاکو اوبو د شبکې په جوړېدو خوښ یو دا یو ښه نوښت دی، زموږ ماشومان د څاه‌ګانو او لښتيو اوبو د کارولو له امله پر ګڼو ناروغیو اخته کېږي ځکه له کندهاره د راغلو تصفیه شویو اوبه بیه لوړه ده او موږ یې د پېرلو وس نه لرو.»

د کلات ښار يو بل اوسېدونکي هدايت‌الله نېک‌زاد هم د پاکو اوبو د شبکې جوړېدل د ناروغيو په کمولو کې ګټور کار بولي.

نوموړی وايي: «دا ډېر ښه ګام دی، هيله ده چې خلک د خپلو کورنيو د روغتيا لپاره د ناپاکو اوبو له کارولو ډډه وکړي.»

د دې شبکې خاوند محمد نبي خوشحال بيا وايې، چې د پاکو اوبو پر دغې شبکې یې ۵۰۰ او پنځوس زره افغانۍ لګولې ترڅو د کلات د ښاریانو د اوبو ستونزه تر یوه بریده اواره کړي.

هغه زياتوي: «د پاکو اوبو دا شبکه مو د ۵۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړه کړې، چې په يوه ساعت کې د زر ليټره اوبو پاکولو وړتيا لري، د زابليانو د اړتيا پوره کولو په موخه مې دا ګام اخيستی او پلان لرم چې هرې کورنۍ ته د دوی تر کورونو پورې د اړتيا وړ اوبه په ټیټه بیه ورسوم.»

د اوبو دې دستګاه کنټرولر خان محمد وايي، موږ کولای شو په ټیټه بیه د پاکو اوبو له پلوه د کلات ښار د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړو.

نوموړی زياتوي: «زموږ شبکه د اوس لپاره د زابليانو د پاکو اوبو اړتيا پوره کوي، زموږ د شبکې اوبه باکيفيته او ارزانه دي او روغتيا ته ډېر ژمن يو.»

دا لومړی ځل دی چې په زابل کې د اوبو د تصفیې شبکه جوړېږي، له دې مخکې د دې ولایت اوسېدونکو له نورو ولایتونو لېږدول شوې تصفیه شوې اوبه کارولې چې بیه یې لوړه وه.