افغانستان

نورستان کې د معیاري ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره هڅې

د سرچینو د راپور له مخې، په نورستان ولایت کې د دېرش میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټبال د معیاري لوبغالي، یوه جومات او ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د نورستان په مرکز پارون کې ددغې پروژې لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لوړې کمېشنرۍ له خوا ورکول کېږي.

د دغه ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې د رغنیزو پروژو پر عملي کېدو خوښي څرکندوي او وایي په تېرو کلونو کې هم په دغه ولایت کې رغنیز کارونه نه دي شوي او خلک په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نورستان یو اوسېدونکی شبیر احمد د فوټبال لوبغالي په جوړولو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې په دې سره به ددغه ولایت ځوانان سپورت ته وهڅول شي.

هغه زیاتوي: «اوس مهال چې زموږ ډېری ځوانان وزګار دي او له همدې امله د نشه یي توکو کارولو ته مخه کوي، نو د فوټبال لوبغالي په جوړېدو سره به ډېری ځوانان ورزش ته مخه کړي او له بېځایه کرځېدو په وژغورل شي.»

اخوا، د نورستان لپاره د طالبانو والي د کډوالو په چاور کې د ملګروملتونو سازمان د لوړې کمېشنرۍ له مرستې په مننې سره وايي دوی هڅه کوي په دې ولایت کې نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.

نوموړی زیاتوي: «د یو ان اچ سي آر له خوا د دېرش میلیونه افغانیو په لګښت دغې پروژې په عملي کېدو سره به د دې ولایت یو شمېر خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي چې ترې مننه کوو.»  

په ختیځ زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ مسوول ویلیم ویجالو وايي چې دوی هڅه کوي په دې ولایت کې لازیاتې رغنیزې پروژې عملي کړي.

د هغه په وینا د دوی اصلي موخه له بېځایه شویو سره مرسته ده او دا پروژې یې د دغه ولایت د اوسېدونکو په غوښتنه پیل کړې دي.  

نوموړی زیاتوي: «د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړه کمېشنري تل هڅه کوي د بېځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه، پاکې اوبه، روغتیایي خدمات برابر کړي.»

د ملګروملتونو سازمان دغه استازی وایي، ټاکل شوې د نورستان د اوسېدونکو په غوښتنه په مرکز پارون کې یو د فوټبال لوبغالی، لوی جومات او ټولنیز مرکز جوړ شي چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

نورستان چې غرنۍ ولایت دی، په تېرو حکومتونو کې هم پکې دومره رغنیزې پروژې نه دي عملي شوې او د دې ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي له ښوونیزو، روغتیايي او نورو لومړنیو خدماتو بې برخې دي.