افغانستان

د طالبانو په حکم؛ له شپږم ټولګي پورته نجونې سږ کال هم ښوونځي ته نه ځي

د طالبانو د پوهنې وزارت په ټول افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیلولو خبر ورکړی. طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي چې «فعلاً» به تر شپږ ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستي وي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب آغا له قوله خپره شوې راغلي، زده کوونکې نجونې باید «په خوندي چاپېریال کې چې ټول شرعي اصول پکې رعایت شي او ټولې اداري کارکوونکې او ښوونکې یې ښځې وي» زده کړه وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې د «شرعي اصولو» پر بنسټ چې طالبان یې اسلامي اصول بولي د ښوونځي جامو پر تطبیقولو ټینګار شوی دی.

که څه هم تمه کېده چې طالبان په نوي ښوونیز کال کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت په اطلاعیه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د پوهنتون استاده نګینه خلیلي په دې اړه وویل: «له طالبانو هېڅکله دا تمه نه شي کېدای چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته زده کړو اجازه ورکړ، د طالبانو ایډیولوژي د زده کړو خلاف او په ټول کې د ښځو د حقونو خلاف ده.»

د کابل ښار د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې هماحیدري ددغې اطلاعیې له خپرېدو وروسته آمو ته وویل: «کله چې خبرپاڼه زما ټولګيوالو راولېږله ډېره خواشینې شوم، لږ هیله مې لرله چې ښايي د بهرنیانو په فشارونو سره طالبانو اجازه ورکړي موږ ښوونځیو ته لاړې شو، خو طالبانو یو ځل بیا له افغان ښځو سره خپله دښمني وښودله.»

کاپیسا کې د ښوونځي زده کوونکې

د هما پلار سنګین حیدري له نړیوالې ټولنې غواړي پر طالبانو د فشار لپاره لاجدي لارې چارې غوره کړي.

نوموړي وویل: «زه نه پوهېږم ترکومه باید په تمه پاتې شو؟ که طالبان نه وای راغلي اوس به مې لور له ښوونځي فارغه شوې وه او په کانکور کې به یې ګډون کړی و. زه سخت اندېښمن یم لور مې وینم چې له زده کړو بې برخې شوې، نړۍ باید پر افغان مېرمنو زړه وسوځوي. باید ددغه حکومت غم وخوړل شي.»

طالبان درحالی در سال تعلیمی جدید نیز مکتب‌ها را به روی دختران بالاتر از صنف ششم بازگشایی نکردند که روز دوشنبه ۲۹ حوت سال ۱۴۰۱ کارشناسان سازمان ملل متحد به شمول ریچارد بنت گزارشگر ویژه این متحد،از طالبان خواستند تا به گونه فوری مکتب‌ها و دانشگاه‌ها را به روی زنان و دختران بازگشایی کنند.

طالبانو په داسې حال کې په نوي ښوونیز کال کې هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې چې د ۱۴۰۱ کال د کب په ۲۹مه د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په ګډون د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو، له طالبانو وغوښتل چې ژرترژره د نجونو او ښځو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

ریچارد بنت او همکارانو یې په هغه بیانیه کې چې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو دفتر له خوا خپره شوې له نړیوالې ټولنې پکې غوښتل شوي چې د ښوونځیو او ټولو تحصیلي مرکزونو د پرانیستو لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي.

د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو ټینګار کړی، ترهغه چې طالبان د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، «باید دې پایلې ته ورسېږو چې طالبان ددې کار د ترسره کولو نیت نه لري.»

۱۴۰۲ دوهم ښوونیز کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي.

۵۴۷ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

همداراز کابو درې میاشتې کېږي چې طالبانو نجونې له تحصیل او ښځې په بهرنیو موسسو کې له کاره منع کړې دي.