افغانستان

زابل کې د سحرانې په نوم مېله کې د ځوانانو ګډون

د زابل ولایت په سویل کې د سحرانې په نوم مېله تر ډېره د جمعې په ورځو ترسره کېږي.

د زابل د مرکز کلات ښار د سویل په دغه مېله ځای د کال د نورو فصلونو په پرتله په پسرلې کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه زیاته وي او ډېری ځوانان د ورځې تر ناوخته په دې ځای کې مېلې کوي.

د زابل له بېلابېلو سیمو د مېلې لپاره راغلي ځوانان وايي، زابل دومره تفريحي سيمې نشته له همدې امله دغه ځای ته هره جمعه لسګونه ځوانان راځي.

د دې ولایت یو ځوان رحيم الله چې دغه ځای ته ميلې لپاره راغلی، له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د ځوانانو د تفريح لپاره دې پارکونه جوړ کړي.

هغه زياتوي: «د جمعې ورځې د مېلې لپاره راغلي یو، ډېر خوښ یو او غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د مېلو او تفرېح لپاره پارکونه جوړ شي.»

د سحرانې ميلې يو بل ګډونوال وثیق الله وايي: «زابل کې د مېلې لپاره پارکونه نشته له حکومت څخه غواړو چې د ځوانانو د مېلو لپاره پارکونه او تفريحي ځایونه جوړ کړي.»

د زابل اوسېدونکي د سحرانې مېله ددې ولایت پخوانۍ مېله او تفرېح بولي او وایي، باید ځوانانو ته د تفرېح لپاره مناسب پروګرامونه جوړ شي.

د زابل يو فعال ځوان سردار ولي سرحدي وايي، د سحرانې مېله له کلونو راهيسې په دې ولایت کې دود ده، خو له حکومته غواړو چې د ځوانانو د تفرېح او لوبو لپاره منظم پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړی زياتوي: «د کلات ښاريان تر ډېره د جمعې په ورځو د سحرانې مېلې ته راځي، له مسوولینو غواړو چې په دې سیمه کې د تفرېح او لوبو لپاره ځایونه او پارکونه جوړ کړي.»

د زابل يو بل ځوان ډاکتر فيضان فيضي هم په دې مېله خوښي څرګندوي خو له ښاروالۍ غواړي چې په دې سیمه کې نیالګي کېنوي ترڅو زرغونه شي.

هغه زياتوي: «ډېر خوښ یو چې د کلات ښار سویل په دوه کيلومترۍ کې د سحرانې په ميله کې ګډون کوم، خو دا ځای هېڅ طبیعي ښکلا نه لري ښاروالي باید دا سیمه زرغونه کړي او نیالګي پکې کېنوي.»

له بلې خوا، په کلات کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولين ددغه ولايت په مرکز کې د بالاحصار پارک ترڅنګ د يو شمېر تفريحي سيمو له جوړېدو خبر ورکوي.

په کلات کې د طالبانو د ښاروالۍ مرستيال ضياالحق زاهد وايي، زابل ښاروالۍ د تفريحي ځایونو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نوموړی زياتوي: «کلات ښاروالي پلان لري چې په راتلونکي کال کې هغه بڼونه او پارکونه چې د نه پاملرنې له کبله خراب شوي وو بېرته ورغوي، د بالاحصار په نوم پارک کې به د لامبو حوضونه او مېلو لپاره منظم سیستمونه جوړ کړو.»

د زابل بالاحصار او د کلات ښار سویل مېله ځای په ګډون د دغه ولايت په ځینو نورو سیمو کې هم مېله ځایونه شته خو زرغونېدو ته یې دومره پام نه دی شوی.