نړۍ

د پولیسو پروړاندې له قانوني اقدام څخه د عمران خان د پلویانو ملاتړ

Photo: Reuters

د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پلویانو د دوشنبې په ورځ لاهور کې د هغه پر کور د یرغل له امله د پولیسو په وړاندې د قانوني اقدام لپاره د ښاغلي خان له اقدامه ملاتړ وکړ.

د پاکستان پولیس وروسته له هغې چې ښاغلی خان محکمه کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته ولاړ، لاهور کې د هغه کور ته ننوتل؛ هغه اقدام چې د دې پاکستاني سیاستوال د ډېری پلویانو غوسه یې راوپاروله.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړي جهانګیر چودري وویل: «له دې وېرې چې د ګوند ډېری کارکوونکي د خان په لاریون کې ګډون وکړي، پولیسو پر کورونو یرغل پیل کړ. هغوی زموږ کورنۍ ځوروي. هغوی وېروونکي دي. هغوی د ګوند د غړو کورنۍ ځوروي. کله چې عمران خان په واک کې و، دا ډول ناوړه کړنې نه ترسره کېدې.»

د دغه ګوند یوه بل غړي سلمان یوسف وویل: «هو، موږ د پولیسو پروړاندې دوسیه پرانیزو. زما په آند فواد چودري (د عمران خان د ګوند یو لوړپوړی غړی) محکمې ته تللی دی. موږ به محکمې ته ولاړ شو او د هغو پولیسو پروړاندې چې دغه کور ته دننه شوي قانوني اقدام وکړو. که هغوی د اجازې لیک لرلای، هر کارګر له هغوی سره همکاري کوله. خو هغوی داسې څه نه لرل او پر دغه کور یې برید وکړ.»

پولیسو په وروستیو ورځو کې په لاهور او اسلام‌اباد کې د عمران خان لسګونه پلویان نیولي دي.

ښاغلي خان له واکه له لیرې کېدو وروسته پراخ لاریونونه کړي او د نوموړی پر ضد په محکمو کې څو دوسیې ثبت شوې دي.