افغانستان

کندهار کې د ترکیې د دوستۍ په نوم پارک پرانيستل شو

له کندهاره د سرچینو د مالوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د کندهار ښار د نهمې ناحیې له وړاندې جوړ شوي پارک کې د نيالګيو په کېنولو سره دا پارک د ترکیې د دوستۍ په نوم ونومول شو.

د کندهار لپاره د طالبانو ښاروال نعمت الله حسن وایي، له ترکیې سره د ښو اړيکو او په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو د درناوي په موخه یې دغه پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «ترکيه يوه مسلمان هېواد دی او موږ ورسره په هر ډول حالاتو کې همکاري کوو، دا چې هلته زلزلې زیات تلفات اړولي، موږ د خواخوږۍ په خاطر دغه پارک له ترکيې سره د دوستۍ په نوم ونوماوه.»

د هېواد په سویل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازی عبدالشکور حقاني دا ډول هڅي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي.

هغه زیاتوي: «موږ دواړه مسلمان هېوادونه يو او موږ ځانونه د یو بل په درد دردمن بولو، نو دا چې نن يو پارک د ترکیې په نوم کېږي، زموږ او دوی د ښو اړيکو ښودنه کوي.»

له بلې خوا، کندهار کې د ترکیې د پوهنې بنسټ مسوول احمد دوران وایي، افغانستان او ترکيه ښې اړیکې لري چې په کندهار کې ننۍ هڅه یې ښکاره بېلګه ده.

نوموړی زیاتوي: «ننی پروګرام د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ښو اړيکو ښودنه کوي، چې د دواړو هېوادونو پر راتلونکو دوه اړخيزو اړيکو به هم مثبت اغيز ولري.»

ترکيه له کلونه راهيسي د هېواد د ځینو نورو برخو په شان کندهار کې هم د افغان-ترک په نوم ښوونځي له لارې معیاري ښوونیز خدمات وړاندې کوي.