نړۍ

د ملګرو ملتونو سازمان: د تور سمندرګي د غَلو هوکړې د دوام لپاره هر څه کوو

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو رییس مارټین ګریفیتس د دغه سازمان د امنیت شورا ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان به د تور سمندرګي له بندرونو د اوکرایني غَلو د صادراتو هوکړې د دوام لپاره هر شونی کار ترسره کړي.

ښاغلي ګریفیتس دا څرګندونې تېره ورځ په داسې حال کې کړې، چې نن د مارچ پر اتلسمه نېټه د نومبر میاشتې هوکړه پایته رسېږي.

هغه همداراز وویل، چې د روسیې د خوراکي توکو او سرې د صادراتو اسانتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په ژمنه کې ځینې پرمختګونه شوي، خو ټینګار یې وکړ چې د پیسو د ورکړې د څرنګوالي په مواردو کې لا هم خنډونه شته.

د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو برخې رییس مارټین ګریفیتس وویل: «موږ په اصل کې مانا لرونکی پرمختګ کړی دی. په دې لړ کې په ځانګړې توګه د ورکړو د سیستمونو په برخه کې لا هم ځینې خنډونه شته. زیات کار باید وشي او پر پاتې خنډونو به زموږ د بري لپاره هڅې له دمې پرته دوام ولري. د نړیوال خوراکي خوندیتوب لپاره اړتیا ده چې دغه دواړه هوکړه‌لیکونه دوام ولري او باید په بشپړ ډول پلي شي.»

دغه هوکړه‌لیک د روسیې او اوکراین ترمنځ د ملګرو ملتونو سازمان او ترکیې په منځګړیتوب په جولای میاشت کې لاسلیک شو او د تېر کال په نومبر کې وغځول شو. د دې هوکړې موخه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له نړیوال خوراکي ناورین څخه مخنیوی دی.

کرملین د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې روسیه دغه هوکړه د ۶۰ ورځو لپاره غځوي.

د اوکراین لومړي وزیر ډنیس شمیهال ویلي، چې کي‌یف د تور سمندرګي د بندرونو له لارې د خوندي صادراتو د هوکړه‌لیک پر ۱۲۰ ورځني غځولو ټینګار لري.

د دغې هوکړې له مخې اوکراین تر اوسه نږدې ۲۵ میلیون ټنه جوار او غنم صادر کړي دي. د دغو صادراتو اصلي موخه چین، ایټالیا، اسپانیا، ترکیه او هالنډ هېوادونه وو.

له جګړې مخکې اوکراین د اروپا د ډوډۍ دسترخوان په توګه یادېده او په نړۍ کې د جوارو څلورم او د غنمو پنځم صادروونکی هېواد ګڼل کېده. دغه هېواد د منځني ختیځ او د افریقا د بېوزله هېوادونو غنم او جوار برابرول.