نړۍ

د کلمبیا په یوه کان کې چاودنه؛ د ۱۰ کان‌کیندونکو د ژغورلو هڅې روانې دي

د کلمبیا چارواکو ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله لږترلږه ۱۱ تنه مړه او ۱۰ کان‌کیندونکي بند پاتې دي.

د چهارشنبې پر ورځ ژغورونکو ډلو او امبولانسونو د کوندینامارکا د مرکزي سیمې په شاوخوا شپږو کانونو کې هڅه وکړه ترڅو ۱۰ کان‌کیندونکي ژوندي پیدا کړي.

د یوه بند پاتې کان‌کیندونکي مور انجلا پینډا وویل، هیله‌منه ده چې زوی به یې ژوندی وي.

هغې دوام ورکړ: «داسې فکر نه کوم چې زوی به مې ژوندی وي. زړه مې وایي چې نه دی ژوندی. کاش چې له دې دنیا نه وي تللی. ځکه له یوې چاودنې وروسته، دا ستونزمنه ده. دا به یوازې یوه معجزه وي. خو زه داسې فکر نه کوم.»

سه شنبه ماښام د کلمبیا د پلازمېنې بوګاتا د شمال په کابو ۷۵ کیلومترۍ کې د سوتاتاوسا په نوم یوه کلي کې ګاز چاودنه وکړه.

یوه کان‌کیندونکي، خوان ډیویډ کویروز ټینګار وکړ: «د شپې کابو ۸:۱۵ بجې مو د یوې درنې چاودنې غږ واورېد او وروسته د یوې زلزلې په څېر څه مو احساس کړل. په هغه شېبه کې موږ له هغه ځایه ولاړو او ومولیدل چې د کان له ټولو دروازو دود او دوړې راوځي.»

اخوا، د کلمبیا د خطر د کنټرول برخې مدیر خاویر پاوا ویلي، چې تر اوسه د دغو ۱۰ کان‌کیندونکو د برخلیک په اړه معلومات نشته او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

خاویر پاوا وویل: «د کوندینامارکا سیمې د خپلواک شرکت راپور دا دی چې په کان کې دننه لس تنه بې‌درکه شوي دي. د هغوی د پیدا کولو او ژغورلو هڅې روانې دي. ترڅو چې د پلټنې او ژغورلو کار پایته ونه‌رسېږي، نه شو کولای د دغو کسانو د وضعیت په اړه څه ووایو.»

د کلمبیا د سروزرو او د ډبرو سکرو په کانونو کې دا ډول پېښې ډېری په هغو سیمو کې کېږي چې په ناقانونه ډول کیندنې پکې روانې وي او د خوندیتوب مناسب اقدامونه نه لري. په ترټولو جدي مورد کې په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې په یوه کان کې چاودنه وشوه چې له امله ۷۳ تنه مړه شول.