ساینس او ټکنالوژي

ناسا د سپوږمۍ د ماموریت لپاره نوې فضایي جامې جوړې کړې

د امریکا د تشیال او هوایي چلند ملي سازمان «ناسا» د چهارشنبې پر ورځ د فضایي جامو لومړنۍ بېلګه چې ټاکل شوې ستورمزلي یې په راتلونکي ماموریت کې په سپوږمي کې وکاروي، نندارې ته وړاندې کړې.

ښایي ارتمیس – ۳ ماموریت تر ۲۰۲۵ کاله ترسره شي او ناسا به یو شمېر ستورمزلي سپوږمي ته ولېږي.

د ستورمزلو جامو ښه‌والی موندلی؛ په خولۍ کې یې څراغ او پرمختللې د حرکت کولو وړتیا لرونکې کمرې کارول شوې دي.

په اکسیوم سپیس کې یوه مدیر رسل رالسټون ویلي، چې دا جامې د امریکا د تګزاس په هیوسټون فضایي مرکز کې نندارې ته وړاندې شوې دي. هغه وویل چې ستورمزلې به په دې جامو سره کولای شي په اسانۍ تګ راتک وکړي او وخوځېږي.

اکسیوم سپیس کې د فضايي پلې‌لارې پروګرام مرستیال مدیر رسل رالسټون په دې اړه وویل: «د دغو جامو او په سپوږمي کې د کارېدو جامو ترمنځ یو توپیر دا دی چې د سپوږمۍ جامې سپینې دي. له همدې امله موږ د تور رنګ پر ځای سپین رنګ کاروو او دا حرارتي لاملونه لري.»

هغه دوام ورکړ، زه فکر کوم دا فوق‌العاده او له ظاهري پلوه ترټولو غوره جامې دي. په دې جامو کې بل ډول اتصالات شتون لري چې په لاندینۍ برخه کې دي. دا به د اپولو جامو په پرتله لوی پرمختګ وي. ستورمزلي به په دې جامو کې د سکون احساس کوي او په اسانۍ سره به تګ وکړي.

ناسا ویلي، چې اکسیوم سپیس د ارتمیس – ۳ ماموریت لپاره د نویو جامو د جوړولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تمه کېږي چې له دوو ازمایښتي ارتمیس ماموریتونو وروسته، څو ستورمزلي له دې جملې لومړنۍ ښځه سپوږمۍ ته سفر وکړي.