نړۍ

د پوليسو له لوري د عمران خان د نيولو هڅې؛ لاریون‌کوونکو پولیس په ډبرو وویشتل

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان پلویانو د پرله‌پسې دوهمې ورځې لپاره د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره چې غوښتل یې د ښاغلي خان د نیولو غوښتنه وکړي، نښتې وکړې.

تېره اونۍ اسلام‌اباد کې يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم صادر کړ او پوليسو د دويم ځل لپاره د هغه د نيولو لپاره اقدام وکړ، خو د عمران خان د پلويانو له لوري له خنډ سره مخ شول.

پولیس لاهور کې د عمران خان کور ته څېرمه زمان پارک کې د هغه له پلویانو سره نښتي دي. د عمران خان پلویانو د پولیسو موټرو ته اور ورته کړ او پولیسو د لاریونوالو د ګډوډولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو توپونه وکارول.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحريک انصاف مشر عمران خان وویل: «اوښکې بهوونکي ګاز او دا ټولو شیانو ته وګورئ. دا مرمۍ له تېر ماښام راهیسې زما د کور په انګړ کې ویشتل شوې دي. دا هغه مرمۍ ده چې زما په کور کې په زمان پارک کې لګېدلې ده. زه تاسو ته دا په ډاګه کوم چې له پرون راهیسې زما په کور برید روان دی.»

له بلې خوا په لاهور کې د لاريونونو له پراخېدو سره د لاهور ټولې لويې لارې او تعليمي ادارې تړل شوې دي.

پرون د پاکستان امنیتي ځواکونو د هغو لاریونوالو د ګډوډولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو توپونه وکارول چې د عمران خان د کور شاوخوا راټول شوي وو او د پولیسو د ننوتو مخه يې ونیوله.

عمران خان د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د ده د ژوند پر ضد دسیسې جوړولو تورن کړي دي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون ټینګار وکړ، هر ډول چې وي عمران خان به نیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وویل: «نن د موږک په څېر په خپل کور کې پټ دی. خو موږ به هغه ونیسو او محکمې ته به یې وسپارو.»

عمران خان د خپل صدراعظمۍ پر مهال د نړۍ له مشرانو څخه د دولتي سوغاتونو د خرڅلاو په ګډون ګڼې قضیې لري. د پاکستان د ټاکنو کمېسيون نوموړی په دې قضیه کې مجرم وګاڼه او اوس یې جنايي څېړنې روانې دي.

خو عمران ټینګار وکړ، چې هیڅ قانون یې نه دی مات کړی او ډالۍ یې په قانوني ډول پلورلې دي.

پاکستان په داسې حال کې له ګډوډۍ سره لاس او ګريوان دی چې دغه هېواد له سخت اقتصادي ناورین سره هم مخ دی او د پیسو نړیوال صندوق مالي مرستو ته سترګې په لاره دی.