نړۍ

بشارالاسد له پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته تللی

د سوریې ولسمشر بشارالاسد پرون ماښام مسکو ته ورسید او ټاکل شوې چې نن د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل کلیزې په مناسبت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

اسد داسې حال مسکو ته ورسېد چې د منځني ختیځ په چارو کې د پوتین ځانګړي استازي میخایل بوګدانوف د مسکو په ونووکو نړیوال هوايي ډګر کې د هغه هرکلي ته ولاړ و.

کرملین د سه شنبې پر ورځ د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس له خوا په یوه بیانیه کې تایید کړه، چې پوتین به د چهارشنبې په ورځ د سوریې د کورنۍ جګړې د کلیزې په ورځ له بشارالاسد سره وګوري.

د دې بیانیې له مخې «په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او بشري برخو کې د روسیې او سوریې ترمنځ د همکارۍ لا پراختیا، او همدارنګه د سوریې او د هغې په شاوخوا کې د وضعیت هر اړخیز حل» به د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د سوریې او ترکیې ترمنځ د اړیکو بیا رغول

 دا د ترکیې په سویل کې له زلزلې وروسته چې په سوریه کې یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې، د بشارالاسد لومړنی بهرنی سفر دی.

تر دې زلزلې مخکې روسیې هڅه کوله چې د ترکیې او سوریې د حکومتونو ترمنځ اړیکې بېرته ښې کړي او په دې لړ کې ډسمبر میاشت کې د دغو دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په مسکو کې خبرې‌اترې هم وکړې.

ترکيه او سوريه د سوريې د کورنۍ جګړې پر مهال تل له يو بل سره مخالف لوري وو او د دې جګړې له پيل راهيسې دواړو هېوادونو ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې دي.

روسیه د بشارالاسد او د هغه د حکومت له اصلي ملاتړو څخه ده او په سوریه کې پراخ پوځي حضور لري.

په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې مسکو د بشارالاسد د حکومت د مخالفو وسله‌والو ډلو پرضد، چې د هغه د حکومت د نسکورولو هڅې کوي مهم رول لوبولی دی.