نړۍ

زلنسکي: د اوکراین راتلونکی ددغه هېواد په ختیځ کې د جګړو په پایله پورې تړاو لري

پر اوکراین د روسي ځواکونو د بریدونو په دوام، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د اوکراین راتلونکی د باخموت په ګډون ددې هېواد د ختیځ په جګړو پورې تړاو لري.

باخموت وران شوی معدني ښار د روسیې د یرغل په مرکز بدل شوی او په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دا د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه ده چې له څو میاشتو راهیسې روانه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څرګنده کړه: «یوازې زموږ جنګیالي او پر روسیې نړیوال فشار د اوکراین د آزادۍ، ټولې اروپا او نړۍ د خوندیتوب اغېزمن تضمین دی. د تل په شان، نن زه له خپلو قوماندانانو او اطلاعاتو سره په اړیکه کې وم. دا ډېره ګرانه ده، ختیځ ډېر دردوونکی دی، موږ باید د دښمن پوځي ځواک له منځه یوسو او دا کار به وکړو. بیلوهوریوکا او مارینکا، آودیوکا او باخموت، وهلهدار او کامیانکا او نور ځایونه به زموږ او د ټولو هغو اوکراینیانو چې مبارزه کوي برخلیک وټاکي.»

له بلې خوا، جبهو او اوکرایني سرتېرو د دوشنبې په ورځ وویل چې د باخموت ښار په شمال کې کرمینا ته نږدې بریدونو د دفع کولو په حال کې دي. ددې ښار په اته کیلومترۍ ځنګلونو کې سخته جګړه روانه ده؛ له دې ځایه هره شېبه د توپونو او چاودنو غږ اورېدل کېږي.

اوکراین ولسمشر زیاته کړه: «په راتلونکو اوونو کې ټاکل شوې د نړیوالو اړیکو له پلوه او د ځان د دفاع د پیاوړتیا او د اوکراین د دریځونو د پياوړتیا یعنې د روسي قاتلانو د سزا کولو په جګړه کې د فعال پاتې کېدو په برخو کې، یو لړ خبرونه ولرو.»

دا په داسې حال کې دي چې روسیې په تازه بریدونو کې په بېلابېلو سیمو کې د اوکراین ځواکونه او پوځي وسایل په نښه کړي دي.

اوکرایني چارواکو هم ویلي چې د دغه هېواد د ختیځ پر کراماتورسک ښار د روسیې په توغندويي برید کې یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.