نړۍ

چین له درېیو کلونو وروسته د بهرنیو وګړو لپاره د وېزې ورکولو بهیر پيلوي

چین د بهرنیو وګړو لپاره د وېزو ورکولو بهیر چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله درول شوی و له درېيو کلونو وروسته بېرته پيلوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین سفارتونه د روانې اونۍ له چهارشنبې څخه د نورو هېوادونو اوسېدونکو ته د هر ډول وېزو ورکولو بهیر پیلوي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه نوموړي هېواد ته د تګ راتګ د لازیاتې آسانتیا په موخه شوې ده.

چین همداراز ویلي چې بهرنیو وګړو چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۲۸مې مخکې یې په دې هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال وېزې اخیستې او د اعتبار نېټه یې نه ده تېره شوې، هم کولای شي چې چین ته سفر و کړي.

په ټولو بندرونو کې ددغه هېواد د وېزو مسوولین هم کولای شي هغو کسانو ته چین ته د تلو لازم شرایط لري، وېزې صادرې کړي.

له بلې خوا، رویټرز رپوټ ورکړی چې سیلانیان کولای شي، له وېزو پرته د چین په سویل کې هاینان ټاپو ته ورشي او همداراز تفریحي کښتۍ د شانګهای له بندره تېرېدای شي.

همداراز ګوانګدونګ ولایت ته له هانګ کانګ او ماکایو څخه د بهرنیو وګړو ډله ييز سفر او همداراز د ګوانګشي ژوانګ کورواکه سیمې ګویلین ښار ته د آسیايي هېوادونو ورتګ به له دې وروسته وېزو ته اړتیا ونه لري.

چین ته سفر د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ودرول شو. تېره میاشت ددغه هېواد چارواکو هم اعلان کړ چې د کورونا پرخلاف مبارزه کې بریالي شوي دي.