نړۍ

د دویم امریکايي بانک سقوط؛ بایډن وایي د امریکا بانکي سیستم خوندی دی

له هغې دوه ورځې وروسته چې «سلیکون ولې» بانک د سقوط په اعلان سره وتړل شو، د یکشنبې پر ورځ نیویارک کې «سګنچر» بانک هم د مالي ستونزو له امله له میلیاردونه ډالرو سپارل شویو پیسو سره وتړل شو. په دې لړ کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سلیکون ولې بانک له مدیرانو د څېړنې ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد بانکي سیستم «خوندي» دی.

د نیویارک ایالت د مالي خدماتو برخه وایي، سګنچر بانک چې د تېر کال په وروستیو کې یې ۱۱۰ میلیارد ډالره شتمني لرله او ۸۸ میلیارد ډالر ورسپارل شوي وو، اوسمهال د فډرال بیمې شرکت په کنټرول کې دی.

د امریکا د مالیې وزارت په یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې دغو دوو بانکونو ته ټولې سپارل شوې پیسې یوه بل امن بانک ته لېږدول شوې دي او سپاروونکو او مالیه ورکوونکو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

د دغو دوو امریکایي بانکو سقوط او پرځېدل د ۲۰۰۸ کال له مالي ناورین راهیسې د امریکایي بانکونو د سقوط ترټولو لوی موارد دي.

امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د سلیکون ولې بانک ټول مشتریان له دوشنبې ورځې وروسته خپلو پیسو ته لاس‌رسی لري.

سګنچر بانک یو سوداګریز بانک و او په کنتیکټ، کلیفرنیا، نوادا او شمالي کارولینا ایالتونو کې یې دفترونه لرل.

دغه بانک د امریکا له مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه له کورنۍ سره پخوانۍ اړیکه لرله او د ټرمپ مالي خوندیتوب او حسابونو چک کول یې پر غاړه لرل.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې د امریکا بانکي سیستم «خوندي» دی او ژمنه یې وکړه چې د ده دولت به لا سخت بانکي قوانین رامنځته کړي.

بایډن څرګنده کړه چې د امریکا ځیني بانکي قوانین د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لغوه شوي وو.

هغه زیاته کړه: «له کانګرس او څارونکو بنسټونو غواړم چې بانکي قوانین لا سخت کړي ترڅو د بانکونو د سقوط او پاشلتیا احتمال کم شي او له کوچنیو اقتصادي موسسو او دندو ساتنه وشي.»

د امریکا د قانون‌جوړولو په غونډو کې به د دیموکرات او جمهوري‌غوښتونکو ګوندونو ترمنځ د اختلافونو له امله د بانکونو د فعالیت په تړاو د سختو قوانینو لګول اسانه کار نه وي. خو د دوو ګوندونو مشرانو په وروستیو ورځو کې د سلیکون ولې بانک پر مدیرانو نیوکه کړې وه.