افغانستان

ماشومان د بېوزلۍ له امله د زده‌کړو پرځای سخت کارونه کوي

د کونړ ولایت د اسعدآباد په یوه څنډه کې ماشومان په کوچنیو لاسونو د نیالګیو لپاره کڅوړې له خاورو ډکوي ترڅو خپلو کورنیو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

دوی هره ورځ له سهاره تر ماښامه سخت کار کوي او د ورځې سل تر یو نیم سل افغانۍ ترلاسه کوي.

دغه ماشومان چې له اوه تر لسو کلونو عمرونه لري د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله یې دغه کار ته مخه کړې ده.

لس کلن احمد، چې د کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابرونکی دی وايي پلار يې سپین‌ږیری دی او د ګټې‌وټې بل څوک نه لري

نوموړی زیاتوي، چې سهار کار پیلوي او مازدیګر سل یا یو نیم سل افغانۍ ترلاسه کوي.

هغه وايي، که څه هم په دغو پیسو یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای خو یوازې د څو ډوډیو پیسې کېږي.

احمد د خپل ژوند حال داسې شریکوي: «زما کورنۍ لویه ده، زه لس کلن یم، بل سرپرست نه لرو درې خویندې او څلور کوچني وروڼه لرم، پلار مې سپین‌ږیری دی، د ګټې وټې بل څوک نه لرو.»

هغه له مرستندویه موسسو غواړي، چې د دوی په شان بېوزله کورنیو لاسنیوی وکړي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ بل ماشوم حضرت‌الله چې پلار يې مړ شوی او د کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري وايي، درې پلاستیکي کڅوړې په یوه افغانۍ له خاورو ډکوي، سره له دې چې ټوله ورځ دا کار کوي خو ډېرې کمې پیسې ترلاسه کوي.

نوموړی کونړ کې پر مرستندویه بنسټونو نیوکه کوي او وايې تراوسه هېچا مرسته نه ده ورسره کړې.

هغه زیاتوي: «کونړ کې د مرستندویه موسسو مسوولین د مرستو په وېش کې اړیکې پالي او زما په شان اړمنو ته مرستې نه ورکوي او تر اوسه موږ هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، هیله‌من یم چې حکومت او مرستندویه موسسې زمونږ غږ واوري او لاسنیوی مو وکړي.»

کورنیو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه دې ځای ته هره ورځ د سلو په شاوخوا کې ماشومان د کار لپاره راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو برخې یا یونیسف هم په افغانستان کې د ماشومانو له ناوړه وضعیته اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بېوزلۍ لمن ورځ تر بلې پراخېږي او وګړي د یوې نمړۍ ډوډۍ موندلو لپاره له هرې شونې لارې هلې ځلې او ان د خپلو ماشومانو پلورلو ته هم زړه ښه کوي.

د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې تر ۲۸ میلیونه زیات افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او تر ۶ میلیونو زیات وګړي له قحطۍ سره مخ دي.

نه یوازې کونړ، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بېوزلۍ له امله ماشومان د زده‌کړو پرځای سخت کارونه کوي ترڅو خپلو کورنیو ته یوه نمړۍ ډوډۍ برابره کړي.