افغانستان

خبریالان: د بلخ پېښه ښيي، چې افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي

افغان خبریالان او په هېواد کې له خبریالانو ملاتړي بنسټونه د بلخ ولایت په یوه کلتوري مرکز کې پر خبریالانو د شنبې د ورځې چاودنه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ د ځپلو په معنی بللې ده.

دغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هېواد کې د دوی د امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

په دې راپور کې مو د افغانستان د ځينو ولایتونو یو شمېر خبریالانو نظرونه اخیستي، چې د خوندیتوب غوښتنه کوي.

ننګرهار کې د خصوصي رسنیو د خبریالانو د ټولنې مسوول ایمل ظاهر له آمو سره په خبرو کې د تېرې ورځې چاودنه د خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ بللې او له اړوندو ادارو غواړي چې خبریالان خوندي کړي.

نوموړی وایي: «د بلخ په چاودنه کې زموږ ګڼ خبریالان ژوبل شوي، له ټولو ښکېلو لوریو او طالبانو غواړو چې خبریالان په نښه نه کړي او د دوی خوندیتوب ته جدي پام وکړي.»

ورته مهال په کندهار کې خبریال محمد یار مجروح دا برید غندي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوي.

مجروح پر طالبانو غږ کوي، چې د دوی خوندیتوب او امنیت ته پام وکړي.

هغه زیاتوي: «په مزار شریف کې پر خبریالانو برید په کلکو ټکو غندو او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوو، له طالبانو غواړو چې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي.»

له بلې خوا، په ختيځ کې خبریال عزیز الله عزیز د بلخ برید د ټولو خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ بولي او وایي، داسې برېښي چې په افغانستان کې لا هم خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه له طالبانو، د ننه په هېواد او بهر کې د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ او په دغه ډول ناستو او د خبري پوښښ پرمهال د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

عزیز وایي: «له اړوندو مسوولینو غوښتنه کوو چې نه یوازې د خبریالانو بلکې د ولس لپاره کار وکړي او د دوی ژوند خوندي کړي. له نړیوالو بنسټونو او په هېواد کې د خوندیتوب له ادارو غواړو چې د خبریالانو د امنیت ساتلو او ستونزو اورولو لپاره کار وکړي.»

افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) بنسټ مسوولان وایي، په دې پېښه کې تر ۱۵ زیات خبریالان مړه او ټپیان شول، چې دې پېښې خبریالان سخت اندېښمن کړي دي.
د دغې ادارې مسوول محمد ظریف کریمي له طالبانو غواړي چې د دې پېښې جزییات ورسره شریک او په اړه یې څېړنه وکړي.

نوموړی زیاتوي: «هغه پېښه چې د مزار په فرهنګي مرکز کې وشوه پکې تر ۱۴ تنو یوازې خبریالان ټپیان شول، دوه تنه په دغه برید کې ووژل شول، موږ تمه لرو چې مسوولې ادارې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي او دا پېښه وڅېړي.»

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما هم په مزار شریف کې پر خبریالانو پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او پر خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، چې په مزار شریف کې تازه پېښه د نه منلو وړ ده.

دغې ادارې ویلي، چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي او افغان خبریالان چې له ځانه یې زړورتیا ښودلې خوندي شي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په بلخ ولایت کې پر خبریالانو پرونۍ چاودنه ترهګر برید بللی دی.

د یادولو وړ ده چې د شنبې په ورځ د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې د چاودنې له امله دوه تنه مړه او د ۱۴ خبریالانو په ګډون دېرش تنه ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغو خبریالانو نوملړ خپور شوی، چې په کې د بېلابېلو رسنیو خبریالان شامل دي.