نړۍ

د اوکراین جګړه؛ کي‌یف او مسکو وایي د باخموت په نښتو کې یې د یو بل سلګونه پوځیان وژلي دي

د اوکراین په ختیځ باخموت ښار کې له نښتو وروسته، روسیه او اوکراین ادعا کوي چې د یو بل سلګونه پوځیان یې وژلي دي.

د اوکراین د پوځ ویاند سرهي چرواتي وایي چې د روسیې ۲۲۱ ځواکونه یې په باخموت کې وژلي او تر ۳۰۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت وایي چې د دونستک سیمې په دغه کرښه کې یې ۲۱۰ اوکرایني پوځیان وژلي دي.

که څه هم مسکو په دې ښار کې د خپلو تلفاتو په اړه اعلان نه دی کړی، خو دواړو لوریو په دې نښتو کې درانه تلفات تایید کړي دي. په دې لړ کې په دغه ښار کې چې پر کنډواله بدل شوی د تلفاتو رښتینی شمېر د دې جګړې د ترټولو خونړۍ نښتې ښکارندویي کوي.

د بریتانیا استخباراتي سازمان د شنبې پر ورځ وویل چې د روسیې واګنر ډله – چې د روسیې پوځ له خوا یوه ګومارل شوې ډله ده – د باخموت ښار د ډېری برخو کنټرول په لاس کې لري.

د بریتانیا د دفاع وزارت هم وایي، چې په دې ښار کې د جګړې لمن د ښار مرکز ته رسېدلې ده.

کي‌یف وایي چې ځواکونه یې په دې ښار کې د روسیې پروړاندې مقاومت ته دوام ورکوي.

له باخموت څخه د دفاع لپاره د اوکراین قوماندان جنرال الکساند سیرسکي وايي: «د یوه ضد برید د تجهیزاتو د ټولولو لپاره چې له لاس‌رسي لیرې نه دی وخت ته اړتیا لري.»

اخوا مسکو باور لري چې د باخموت نیول به د اوکراین په دفاعي سیستم کې د تشې او په پای کې د دونباس د ارزښتناکې سیمې د نیولو لامل وګرځي.