ورزش

زابل کې د غېږ نيونې سيالیو پيلېدل

د زابل ځایي سرچینې وایي، چې د زابل ترڅنګ د کندهار ولایت له ځینو ولسوالیو څخه هم لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی دی.

غېږ نيونه له کلونو راهيسې په زابل کې دود لوبه ده چې د خوښۍ په مراسمو مېلو او اخترونو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ګڼ شمېر ځوانان پکې ګډون کوي.

له کندهاره د غېږ نېونې د لوبډلې مشرعبدالمتين وايي، خوښ دی چې د غېږ نیونې په دغو سياليو کې ګډون کوي او له مسوولینو غواړي چې ځوانانو ته د تفرېح او ورزش زمینه برابره کړي.

نوموړی زياتوي: «موږ د المپيک د آمر په غوښتنه رابلل شوي یو چې زابل کې د غېږ نیولو په لوبو کې ګډون وکړو، موږ له دغو سياليو ډېر خوښ يو او غواړي چې د ځوانانو د تفريح او ورزش لپاره لازیات دا ډول پروګرامونه برابر شي.»

د زابل د مېزانې ولسوالۍ د لوبغاړو مشر حمد الله هم د سياليو په جوړېدو خوښ دی، خو وايې چې بايد په ملي کچه هم دې ته ورته سيالۍ جوړې شي.

نوموړی زياتوي: «د زابل له یوولسو ولسواليو څخه پهلوانان دلته راغلي او په دغو سیالیو کې ګډون لري له مسوولینو غواړو چې د ټولو ولایتونو په کچه د دا ډول سیالیو زمینه برابره کړي.»

د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی اشرف الله هم پر دغو سیالیو خوښي څرګندوي او وايې چې په لومړي ځل زابل کې د غېږنېونې دا ډول لویې سیالۍ ترسره کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ د غېږ نیولو مينه وال يو زه له ډېر ليرې ځایه ددغو سیالۍ لیدلو ته راغلی يم، په لومړي ځل زابل کې د غېږ نيونې داسې سيالۍ ترسره کېږي چې زرګونه کسان پکې ګډون لري.»

د زابل د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکی باچا ملنګ هم د دغو سياليو په جوړېدو خوښ دی خو له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د ځوانانو د تفرېح او ورزش لپاره دې زمینه برابره کړي.

نوموړی زياتوي: «په لومړي ځل په هېواد کې دا ډول لویې سیالۍ ترسره کېږي، له حکومت څخه غواړو چې د ځوانانو د تفريح او ورزش لپاره پارکونه او لوبغالي جوړ کړي.»

اخوا، د زابل د بدني روزنې مسوولين وايي، چې دغه سيالۍ يې د خلګو د تفرېح او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل کړې دي.

د دې ولایت د بدني روزنې امر احمد غلامي وايي چې په دغو سياليو کې د زابل د ولسواليو تر څنګ د کندهار ولايت غېږنیونکي هم برخه لري.

نوموړی زياتوي: «دا سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي، د زابل د ولسواليو تر څنګ د کندهار پهلوانانو هم پکې ګډون کړی او غواړو چې په اختر کې په ولایتي کچه د لوبو زمینه برابره کړو.»

د يادونې وړ ده چې په زابل کې د نيزه اچولو سياليو لپاره هم چمتوالی روان دی او ښایې ډېر ژر پيل شي.