افغانستان

ننګرهار کې یو کیلي موټرو ته د اسنادو ورکولو بهیر پیلېدل

ننګرهار کې بې‌اسناده او بهرني لاس موټرو ته ۳ کلن اسناد ورکول کېږي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، که څه هم په هېواد په تېره بیا ناامنو ولایتونو کې بې‌اسناده او یو کیلي موټر له ډېرو کلونو راهیسې کارول کېدل خو د طالبانو په واکمنېدو سره آن په ښارونو کې هم د دغه ډول بې اسناده او ناقانونه موټرو شمېر په بې‌مخینې توګه زیات شوی دی.

اوس د طالبانو اداره غواړي د خپلو غړو دغو بې اسناده او یو کیلي موټرو ته قانوني اسناد او د ګرځولو جواز ورکړي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر جواد شېرزاد وایي، د اسنادو د وېش بهیر یې نن شنبه په رسمي توګه پیل کړ او په وینا یې هغو موټرو ته اسناد ورکوي چې یوه کیلي یا بهرنی لاس وي.

شېرزاد زیاتوي په دې بهیر کې به د دې ولایت ۱۵ زره نه راجستر شویو موټرو ته اسناد ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «ننګرهار کې به له لس تر پنځلس زره هغو موټرو ته چې یو کیلي دي او اسناد نه لري، درې کلن اسناد ورکړل شي.»

په همدې حال کې هغه کسان چې دا ډول موټر لري وایي، دا اقدام به یې له لوی زیان او سرخوږي وژغوري.

محمد نسیم وايي، مخکې به په وېرې سره په ښار او ولسوالیو کې ګرځېده او د دې اسنادو له ترلاسه کولو وروسته به وکولای شي په ډاډه زړه په ښار او ولسوالیو کې تګ راتګ کوي.

نوموړی زیاتوي: «د یو کیلي موټرو ګرځېدل هم ناقانونه و او موږ به هم وېره لرله اوس خوښ یو چې اسناد ترلاسه کړو او ډاډه وګرځو.»

عام خلک هم د دغه بهیر هرکلی کوي او وایي، په دې سره به ننګرهار ولایت کې د هغو خلکو مخه هم ونیول شي، چې له دې موټرو په ګټې اخیستو به یې قاچاق او غلاوې کولې.

د ننګرهار اوسېدونکی بختي ګل تراب وایي: «څو ځله په بې اسناده موټرو کې غلاوې او سړي تښتونې او ان ترهګریزې کړنې شوې دي.»

غلام دستګر هم مني، چې د اسنادو د نه لرلو له امله به مجرمین نه نیول کېدل او دا ډول موټر یې لویې سرچینې وې.

هغه وایي: «موټر چې پلېټ ونه لري نو چې جرم وشي څنګه به ونیول شي، د اسنادو په ورکولو سره به د جرمونو کچه راټيټه شي.»

طالبان بیا په ټینګار کوي، چې له دې وروسته به هغو موټرو ته په ښار او ولسوالیو کې د ګرځېدو اجازه ورنه‌کړي، چې اسناد ونه‌لري او ناقانونه وي.

د اسنادو د وېش دا بهیر داسې مهال پیلېږي، چې د طالبانو له راتګ وروسته په ننګرهار کې د بې اسناده موټرو شمېر زیات شوی او خلک یې هم اندېښمن کړي وو.

خلک وایي، دا ډول موټر تر ډېره طالبان کاروي او باید مخه یې ونیول شي.

دوی وایي، که په ښار او ولسوالیو کې د بې‌اسناده موټرو د ګرځېدو مخه ونیول شي ښايي د ناقانونه کړنو شمېر هم کم شي.