نړۍ

د ایران او روسیې د اړیکو پياوړتیا؛ تهران سوخو-۳۵ ډوله روسي جټ الوتکې پېري

د ایران دولت رسمي خبري آژانس ایرنا په ملګروملتونو سازمان کې د ایران د دایمي استازولۍ له قوله لیکلي چې دغه هېواد له کرملین سره د سوخو روسي جنګي الوتکو د پېرلو تړون وروستی کړی دی.

دغې استازولۍ د دې خبر په اعلانولو سره ادعا کړې چې د ایران او روسیې ترمنځ پوځي اړیکې یوازې په سوریه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه پورې محدودې شوې او د اوکراین خلاف جګړه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ګډه همکاري نشته.

د ایرنا په وینا، ایران په ۱۹۸۸ کال کې له عراق سره ددغه هېواد د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، له څو هېوادونو د جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنه کړې وه چې یوازې روسیې د دغو الوتکو د پېرلو لپاره چمتووالی وښوده.

اوکراین، امریکا او نور لوېدیځ قدرتونه، د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین خلاف جګړه کې د کارولو لپاره روسیې ته د جنګي الوتکو په لېږلو تورنوي.

که څه هم ایران تل دا تورونه رد کړي خو د اوکراین پوځي چارواکو ددغه هېواد خلاف د روسیې په جګړه کې د ایرانیو الوتکو د کارولو په هکله شواهد خپاره کړي دي.

د روسیې سوخوـ ۳۵ ډوله چټکې یو پیلوټه الوتکې د مانور لوړه وړتیا لری چې غوره جنګي الوتکې په توګه جوړې شوې دي.

دا جنګي الوتکې کولای شي په کابو پنځو ثانیو کې خپل سرعت صفر ته ورسوي خپل لوری په بشپړ ډول بدل کړي.