افغانستان

د تبیان په کلتوري مرکز کې د چاودنې پرمهال دوه تنه مړه او د ۱۴ خبریالانو په ګډون ۳۰ نور ټپیان شول

په مزارشریف ښار کې د «صدای افغان» خبري اژانس د استازولۍ (آوا) دفتر او د تبیان ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو مرکز کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د ۱۴ خبریالانو په ګډون دېرش نور ټپیان دي.

چاودنه له خبریالانو د ستاینې او د کلتوري غونډې پرمهال شوې ده.

د پېښې شاهدان وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي وینا وکړه او یوه ډله تنکي ځوانان د ترانې ویلو په حال کې وو.

دوی زیاتوي چې چاودنه ددغه خبري آژانس په تلخونه کې شوې ده.

دوی وایي چې په چاودنه کې تراوسه دوه تنه مړه او دېرش نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ۱۴تنه خبریالان دي.

د سرچینو په وینا، له سفیر تلویزیون څخه مرتضی صمیمی، د آریانا تلویزیون نجیب فریاد، له سحر څخه فردین نوروزي، له طلوع څخه عزیز ابرام، له دري راډیو خیبر ابراهیمي، له ملي ټلویزیونه وحید جلالي، له پژواک څخه سیرت نوري، له تمدن څخه جواد درویش، له شمشاد څخه روح الله روحانی، له فروغ راډیو حسیب، له آزادۍ راډیو منیر بهیر، له افغان غږ څخه سجاد موسوي، آزاد خبریال داکتر ناصر ظاهري او له ۲۴ ټلویزیون څخه رسول سالک په دې چاودنه کې ټپيان شوي دي.

د دې چاودنې دوه قربانیان هم د تبیان کلتوري مرکز کارکوونکي دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د یوه تن مړینه او اتو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

تراوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.

د سرچینو په وینا تبیان هغه مرکز دی چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره نږدې اړیکې لری او د دغه هېواد د حکومت اهداف تعقیبوي.

تبیان مرکز پنخه کاله مخکې هم له برید سره مخ شوی و چې په کې ۵۰ تنه ووژل شول.

یوه ورځ مخکې هم په بلخ ولایت کې د طالبانو پر والي داوود مزمل برید وشو چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه واخیست.

صدای افغان خبري اژانس په یوه خبر کې چې خپور کړی یې دی، لیکلي چې د دې غونډې یو شمېر خبریالان او ګډونوال له دې جملې د تبیان مرکز غړي او د آوا خبریالان مړه او ټپيان شوي دي. د چاودنې پرمهال په مراسمو کې ۲۵ خبریالانو ګډون درلود.

تبیان کلتوري مرکز په یوه ټویټ کې دا برید تایید کړی خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.