نړۍ

پاکستان کې د پولیسو او عمران خان د پلویانو ترمنځ د نښتې په پایله کې یو تن ووژل شو

په لاهور ښار کې د پاکستان د پولیسو او د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو ترمنځ نښتې پرمهال یو تن مړ او څو نور ټپیان شوي دي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي چې وژل شوی کس د خان له پلویانو و.

د رویټرز د راپور له مخې، لاهور کې د تېرې ورځې نښته په داسې حال کې وشوه چې د پاکستان پولیسو د ټاکنو د کمپاینونو له پيل مخکې د غونډو مخنیوی وکړ. پولیسو د عمران خان د پلویانو د پاشلو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

خان وروسته بیا په یوه ویډیویي پیغام کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له خوا خپور شو، غونډه لغوه کړه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل: «ترټولو مخکې غواړم خپلو پلویانو ته چې د (اوښکې بهوونکي ګاز) په باران کې سړکونو ته راغلي، ووایم، هیله کوم دغه (اعتراضي غونډه) ودروئ. هغه غونډه چې پلان کړې مو وه، نور دوام نه ورکوو. زه په خواشینۍ سره وایم له داسې اقداماتو د دولت موخه دا ده، په هر ډول چې وي ټاکنې وځنډوي. موخه د کړکېچ زیاتول دي. له همدې امله خپلو پلویانو ته وایم چې غونډه ودروي موږ نور غونډه نه کوو.»

اخوا د پنجاب د اطلاعاتو ایالتي وزیر امیر میر ویلي چې د ښاغلي خان پلویانو وروسته له هغې چې د هغوی د مخنیوي امر وشو، پر پولیسو برید وکړ.

میر زیاته کړه چې لږترلږه اووه پولیس ټپیان شوي او د عمران خان د ګوند دوولس غړي نیول شوي دي.

تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې یو غړی یې په دې نښتو کې وژل شوی دی. تحریک انصاف د وژل شوي کس د مړي څنګ ته د دغه ګوند د مشرانو د ژړا ویډیو هم خپره کړې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له پلویانو سردار بیشین سینګ وویل: «پوهېږئ چې په دې غونډه کې سپین‌ږیرو، ښځو او ماشومانو ګډون کړی و. په اصل کې پر سړکونو عادي تګ راتګ کوونکو ته هم زیان رسېدلی؛ خو هغوی په اوښکې بهوونکي ګاز یا ډزو د خلکو مخه نه شي نیولای، د پاکستان وګړي د عمران خان ترڅنګ درېدلي دي، ټول هېواد له هغه سره ولاړ دی.‎»

عمران خان چې تېر کال د پاکستان د پارلمان له خوا د نه اعتماد رایې سره ګوښه شو، د ژر مهاله ټاکنو غوښتنه وکړه.

خو د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف دا غوښتنه رد کړه او اعلان یې وکړ چې ټاکنې به د عادي پروګرام له مخې د روان کال په پای کې ترسره شي.