افغانستان

لغمان کې د مرستندویه بنسټونو پر فعالیت د بېوزله اوسېدونکو نیوکې

د لغمان ولایت یو شمېر بېوزله کورنۍ له مرستندویه موسسو شکایت لري او وایي، چې مرستې له هغو کسانو سره کېږي چې بېوزله نه دي او له طالبانو او موسسو سره اړیکې ولري.

دوی وایي، هغه موسسې چې د طبیعي افتونو له امله زیانمنو کورنیو ته کورونه رغوي، تر ډېره د اړیکو پر بنسټ کار کوي او اړمن خلک له پامه غورځوي.

د لغمان د مرکز اوسېدونکی حاجي میراجان وایي: «یوازې خلک راغلل پوښتنې یې وکړې او بیا سروې ونه شوه اوس چې ګورو کارونه روان دي او خلکو ته نغدې پیسې ورکول کېږي، دوی کار کوي کونډې، یتیمان او بېوزله کورنۍ پر ځای پاتې دي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی میهن بیا وایي، یوازې څو بېوزله کورنیو ته په نمایشي توګه مرستې ورکوي ترڅو څوک نیوکه پرې ونه‌کړي.

نوموړی زیاتوي، په کلي کې یې داسې خلک هم په دې لړۍ کې شامل دي چې دوه درې کورونه لري خو د اړیکو پربنسټ ورسره مرسته کېږي.

هغه وایي: «داسې خلک شته چې کورونه لري، دوی له هېچا پوښتنه ونه‌کړه، هغه څوک په کې راغلي، چې د قومي د مشر خپلوان او یا له طالبانو او موسسو سره اړیکه ولري.»

ببو ګله بیا ځان بختوره بولي، چې د مرستو د وېش په نوملړ کې راغلې او کور ورته رغول کېږي.

هغه وایي د دوی ترڅنګ ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې شوې، چې له اقتصادي پلوه هېڅ ستونزه نه لري‎، خو د اړیکو له مخې په نوملړ کې نیول شوې دي.

نوموړې وایي، که څه هم د استوګنځي ستونزه یې هواره شوه، خو واکمنه اداره باید لا زیاته مرسته ورسره وکړي.

ببو ګله زیاتوي: «له دې ستونزې خو خلاصه شوم دوه خونې یې راته جوړې کړې، اوس هیله لرم چې دلته د اوبو زمینه هم راته برابره کړي، ځکه د څښاک اوبو ته هم اړتیا لرم.»

په نوموړي ولایت کې ځايي طالب مسوولین په روښانه ډول نه وایي، چې دا کورونه کومه موسسه جوړوي او په کوم بنسټ او څه ډول کورنۍ مستحقې ګڼل کېږي، خو زیاتوي چې دوی په ټول لغمان کې ۳۰۰ کورنۍ سروې کړې او له دې ډلې ۱۳۷ کورنیو ته کورونه جوړېږي.

لغمان کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریيس بلال حقاني هم مني، چې اړمن خلک ډېر دي او اړتیا ده چې د ۹۰ سلنه خلکو لاسنیوی وشي، خو زیاتوي چې هڅه یې کړې په هره مرسته کې رښتینې مستحقې کورنۍ شاملې کړي.

هغه وایي: «په دې بهیر کې ۳۰۰ کورونه سروې شول له دې ډلې ۱۳۷ تنو ته کورونه جوړېږي، د هر کور په رغولو درې زره او ۳۰۰ ډالر لګښت راځي او په درېیو قسطونو ورکول کېږي، اړمن ډېر دي او مرستې کمې ځکه خلک شکایت کوي.»

افغانستان کې د جمهوریت په سقوط او طالبانو په واکمنېدو سره وزګاري په بې مخینې توګه زیاته شوه چې له امله یې بې وزله وګړو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.

همداراز، په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوي له امله ګڼ شمېر دغو موسسو خپل فعالیت درولی دی.

تازه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا وایي، د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي بندیزونه ښايي افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کمېدو لامل شي.

هغې ویلي، دوی په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره د ۴.۶ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې، خو دا مرسته طالبانو د ښځو پر ضد په خپلو اقداماتو له خطر سره مخ کړې ده.

اوتنبایوا زیاته کړې، طالبانو ښځې له کار او زده‌کړو منع کړې او آن له محرم پرته یې د دوی پر سفر هم بندیز لګولی دی.