افغانستان

د ننګرهار پوهنتون مخې ته د کتاب لوستلو دوه ورځنی نندارتون

مسوولین وایي، له دې نندارتونه یې موخه په ټولنه کې له کتاب سره مینه، مطالعې ته د ځوانانو هڅول او فکري رغونه ده.

دوی وایي په دغه نندارتون کې یې ډول ډول علمي کتابونه د خلکو د لوستلو لپاره اېښې دي.

لسګونه ځوانان او محصلین چې د دې نندارتون لیدلو ته ورغلي د خپلې خوښې وړ کتابونه لولي؛ خو ټوله ورځ پکې هېڅ ښځه او نجلۍ ونه لیدل شوه، ځکه چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي او اجازه نه ورکول کېږي، چې په دغه ډول مراسمو کې ګډون وکړي.

نندارتون ته ورغلی عثمان همدرد د کتاب لوستلو برخه کې د دغه ډول هڅو ستاینه کوي خو د دوام غوښتنه یې کوي.

نوموړی وایي، که ډول پروګرامونه زیات او له ښار پرته په ولسوالیو کې هم ترسره شي نو کورنۍ او ځوانان به یو څه د کتاب لوستلو ته پام وکړي.

هغه زیاتوي: «دا یو هیله بښونکی پیغام دی، خوښ یو چې دا ډول اقدام او نوښتونه د ځوانانو د فکر جوړونې لپاره ترسره شو خو که نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي ښه به شي.»

جمال الدین بیا دا ډول نوښتونه د ځوانانو د فکري ودې لپاره ګټوره بولي خو وایي که د نجونو ونډه په کې فعاله وای ګټه به یې زیاته وه.  

هغه وایي تمه لري چې په نوي کال کې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د زده کړو او کار ټولې دروازې پرانیستل شي.

دا نندارتون ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست په همغږۍ د یوې خصوصي مخابراتي شبکې په مالي لګښت جوړ شوی دی.

دا نندارتون نن سه شنبه په دې ولایت کې د طالبانو له اطلاعات او کلتور ریاست سره په همغږۍ د یوې خصوصي مخابراتي شبکې په مالي لګښټ جوړ شو.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس نورمحمد حنیف وایي، له دې نندارتون څخه یې موخه په ټولنه کې له کتاب سره مینه، مطالعې ته د ځوانانو هڅول او فکري رغونه ده.

حنیف زیاتوي په دې نندارتون کې ډول ډول علمي کتابونه د خلکو د لوستلو په پار نندارې ته اېښودل شوي او هر څوک کولای شي د خپلې خوښې وړ کتاب ولولي.

نوموړی زیاتوي: «هغه وروڼه چې له دې نندارتونه خبر نه دي کولای شي د ننګرهار پوهنتون مخې ته راشي او د خپلې خوښې وړ کتاب ترلاسه کړي.»

ننګرهار کې د افغان بېسیم خصوصي مخابراتي شبکه د دې نندارتون مالي لګښټ په غاړه لري.

په ختیځ کې د دې شرکت مسوول عطاءالله ساحل وایي، دوی دا کار د ځوانانو د فکري رغونې لپاره کړی دی.

هغه زیاتوي، په دې وروستیو کې له کتاب لوستلو سره د ځوانانو مینه کمه شوې او همدا لامل دی چې دوی یې هم د دودلو هڅې کوي.

د نظرخاوندان بیا په دې برخه کې اړونده ادارې ګرمې بولي او وایي لکه څنګه چې اړینه ده ننګرهار کې یې د کتاب لوستلو لپاره کار نه دی کړی.

خو مسوولین وایي پلان کې لري، چې په نږدې راتلوونکي کې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړ او د کتاب لوستلو کمپاین پیل کړي.