افغانستان

د طالبانو د مشر له خوا کندهار کې د بیړنیو خدماتو په نوم کمېټې جوړېدل

په کندهار ولایت کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د «مشرتابه د بېړنیو خدماتو» په نوم کمیټه جوړه شوې ده.

د طالبانو د کندهار د والي دفتر هم په يوه اعلاميه کې ویلي، چې دغه کميټه ځانګړی صلاحيت لري، چې د مشرتابه د امر پر بنسټ يې کارونه د کندهار د ولایت مقام په همغږي پرمخ ځي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي محمد يوسف وفا تر مشرۍ لاندې په دغه کمیټه کې د کندهار ښاروالي، ددې ولایت د ټولګټو چارو رياست او پېښو ته د رسېدنې اداره غړيتوب لري.

د بیړنیو خدمتونو په نوم دغه کمیټه دا مهال يوازې په کندهار ولایت کې فعاليت لري. ویل کېږي چې دا کمیټه کابو دوې میاشتې مخکې جوړه شوې ده.

د کمیټې تخنيکي مشر مولاداد احسان وایي، دا کمیټه د مشرتابه په سپارښتنه بیړنیو پېښو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې او تر ۶۰ پورې ډول ډول تخنيکي وسایل لري.

نوموړی زیاتوي، دغه کمیټه د سېلابونو او د لارو د خلاصولو په شان بیړنیو پېښو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې او اوس یې عملي کار پیل شوی دی.

د کمیټې د تخنيکي برخې د مسوول په وینا، دغه کمیټه اوس مهال د کندهار د ۷ ولسوالیو لپاره د ۷۹ کيلومترو په اوږدوالي د ظاهر شاهي کانال د پاکولو چارې، د سپين بولدک ولسوالۍ په اونکي او د میانشین په شاشک تنګي سيمو کې د مهمو پروژو د څارنې او عملي کولو مسووليت لري.

هغه زیاتوي: «دغه کمیټه د بیړني اقدام او د کاغذ پرانۍ د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.»

احسان وویل، نور به خلکو ته د طبیعي پېښو او سېلابونو پر مهال بیړنۍ او له ځنډ پرته مرستې رسول کېږي.

سرچينه وایي نورو ولایتونو ته ددغې کمېټې د رسولو په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

داسې ښکاري چې طالبان غواړي د واک مرکز د کابل پر ځای کندهار ته ولېږدوي او د دوی د ادارې مهمې پرېکړې له دغه ولایت څخه ترسره شي، چې آن پر رغنیزو پروژو څارنه او نور فعالیتونه هم په کابل کې د دوی د وزارتونو پر ځای په کندهار کې د طالبانو د مشر له خوا جوړه شوې کمیټې له خوا ترسره کېږي.

په دې لړ کې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي چې طالبانو د پرېکړو کولو مرکز له کابل څخه کندهار ته لېږدولی دی.

هغه زیاته کړې: «د طالبانو د مشر له خوا د ولایتونو په کچه د چارواکو ګومارنې بهیر پر یوه عادي او سیستماتیکه چاره بدل شوی چې له کابله کندهار ته د پرېکړو د مرکز د بدلون ښودنه کوي.»

دا مهال د طالبانو د ډېری فعاليتونو تمرکز پر کندهار دی او دې ولایت کې ددغې ډلې د مشر شتون ښيي، چې طالبان د کابل پر ځای د کندهار د سياسي اعتبار د لا زياتولو په لټه کې دي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم ددې ډلي مشر ملا محمد عمر آخوندزاده د کابل پر ځای له کندهاره فعالیت کاوه او دا ولایت د دې ډلې د واک مرکز ګڼل کېده.