افغانستان

د کندهار او ارزګان ترمنځ د سړک جوړولو کار پیل شو

د کندهار د ارغنداب او خاکریز ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړک د جوړولو کار پیل شو. دغه سړک د کندهار له سویلي ولسوالۍ خاکريز څخه د دې ولایت د ميانشين ولسوالۍ له لارې د روزګان له مرکز ترينکوټ او بيا ددې ولایت له دهراود ولسوالۍ سره نښلول کېږي.

د کندهار او ارزګان ولایتونو اوسېدونکي وایي، ددغه سړک په جوړېدو سره به یې د کرنیزو حاصلاتو د خرابېدو مخه ونیول شي او پر ورځني ژوند کې به یې مثبت بدلون راشي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی خان محمد وایي: «له دې وړاندې د دې لارې د خرابوالي له امله خلکو خپل ناروغان او کرنیز حاصلات پر وخت بازار ته نشو رسولای چې هیله من یو له دې وروسته یې دا ستونزه حل شي.»

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي نورآغا هم ددې لارې جوړېدو ته هیله من دی.

نوموړی وایي: «په ځلونو دې سیمې ته د سروې انجینران راغلل خو بیا به یې درک نه و، اوس چې کار پیل شوی داسي خوښ یم، لکه زما کور، چې جوړېږي.»

له بلې خوا، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خوا د سړک جوړولو د دې پروژې مسوولین وایي، دغه ۱۷۰ کيلومتره سړک کندهار کې د «بي بی ګوهر» په نوم کان د استخداج په بدل کې جوړېږي.

مسوولين زیاتوي، دغه پروژه به په درېيو کلونو کې بشپړه او په دوهم پړاو کې به دا لاره له ارزګان څخه دايکنډي او بيا د هېواد له شمالي ولایتونو سره ونښلول شي. د سړک کار اوس لس سلنه پرمخ تللی دی.

د پروژې مسوول انجينر عبید بهار وایي: «د دغه سړک جوړېدل به د سويلي حوزې د اوسېدونکو د اقتصاد له پياوړتیا سره مرسته وکړي.»

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خوا د پروژې څارونکی احمد همايون وایي: «دا پروژه به په لوړ کیفيت عملي شي.»

د کندهار له غرنيو سيمو د تېرېدونکي دغه سړک د امنیت ساتلو لپاره ګڼ شمېر کسان ګمارل شوي دي.

د پروژې امنیتي مرستیال خدای رحيم وایی: «ان شاءالله هېڅ ډول ستونزه نشته، پر دې لاره امن دی او د پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره تر ارزګان پورې امنیتي کسان ځای پر ځای شوي دي.»

که څه هم د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ له لارې یوه سړک دا ولایت له ارزګان سره نښلولی، خو د تېرو جګړو له امله ویجاړ او تګ راتګ پرې ګران شوی دی.