ویډیوګانې

له پُل سوخته وروسته جلال اباد ښار کې د روږدو لوی مرکز وتړل شو

دلته به هره ورځ سلګونه روږدي کسان ناست وو او ډول ډول نشه یي توکي به یې کارول.

طالبانو تر پُل سوخته وروسته اوس دا مرکز هم ړنګ او وایي په ټولو هغو ځایونو کې به پارکونه جوړ کړي، چې پخوا به خلک د ناپاکۍ او روږدو کسانو د ځای له امله نه ورتلل.